لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخاشقجي وژنه،سعودي امریکایي قرارداد خپلو کورنیو چارو کې مداخله بللې


سعودي عرب دخبریال جمال خاشقجي د وژنې په ضد دامریکایي سینیټ لخوا دمنظور شوي قرارداد غندنه کړې اؤ دا یې پخپلو کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده.

دسعودي دبهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر پخپل یو بیان کې ویلي دامریکایي سینیټ هغه اوسنی کردار په بې اساسه تورونو ولاړ دی چې دخاشقجي د وژنې مسولیت یې د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان اچولی دی.

د زیارت په ورځ امریکایي سینیټ په ګډ ډول یو قرارداد منظور کړی ؤ چې پکې دسعودي خبریال جمال خاشقجي د وژنې ذمه وار ولي عهد شزاده محمد بن سلمان ګرځول شوی ؤ.

په قرارداد کې غوښتنه شوې وه چې یمن کې د سعودي ائتلاف نه په وتلو دې سعودي عرب سره مرسته ختمه کړل شي.

دسعودي د بهرنیو چارو وزیر پخپل بیان کې ویلي چې دسعودي ریاست د وړاندې څخه د جمال خاشقجي وژنه ځورونکې بللې ده اؤ دا وژنه نه خو د سعودي عرب دتګلارو په اساس ده اؤ نه هم سعودي د انصاف له غوښتنو پشا کولی شي.

دامریکا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په دنده بوخت بوخت سعودي خبریال جمال خاشقجي په دوهم اکتوبر دترکي په استنبول ښار کې د سعودي کونسلګرۍ ته د ویزې اخستلو په موخه ورغلی ؤ چې تر هغې وروسته بې درکه شوی ؤ.

سعودي چارواکو منلې چې هغه د کونسلګرۍ دننه د جګړې پرمهال وژل شوی خو په نړیوالو رسنیو کې دعوې شوي چې خبریال خاشقجي د سعودي د ولي عهد په وینا وژل شوی ځکه چې هغه به دسعودي دحکومت په تګلارو نیوکې کولې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG