طالبانو سره له مزاکراتو وړاندې افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد دمتحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه کړې اؤ ورسره یې افغانستان کې دسولې په روان بهیر خبرې اترې کړي دي.
ټاکل شوې ده دپاکستان په تابیا نن (دوشنبه) امریکایي استازی زلمی خلیلزاد نن دعرب اماراتو په څلور اړخیزه غونډه کې طالب مشرانو سره افغانستان کې د سولې په اړوند مخ پر مخ خبرې کوي.
د متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو د وزارت لخوا دخپور شوي خبر له مخې زلمي خلیلزاد سره لیدنه کې دبهرنيو چارو له وزير شيخ عبدالله بن زايد النهيان د افغانستان د سولې او ثبات دپاره د امريکا د ځانګړي استازي د هڅو او هلو ځلو ملاتړ وکړو.
د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل یو لنډ پېغام کې وي او ای ته پخلی کړی، د طالبانو د سیاسي دفتر ډله به د ګل یا دوشنبې په ورځ د امریکايي چارواکو سره ویني. خو زیاته کړې يې ده په دغه غونډه کې به د کوربه هیواد عرب اماراتو تر څنګ د پاکستان او سعودي عربستان ځني غړي هم ګډون کوي.
تر دې وړاندې هم ښاغلي خلیلزاد دوه کرته په قطر کې طالب مشرانو سره لیدنې کړي دي اؤ له دغو لیدنو نه وروسته یې ویلي چې امریکا،افغان دولت اؤ طالبان د خبرو اترو دلارې دافغان کشالې په هواري یوه خوله دي.
دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ترې دیو لیک دلارې افغان سوله کې همکاري غوښتې اؤ پاکستان اماده دی چې دسولې لړ کې خپل کردار ولوبوي.
هغه تیره ورځ دا هم ویلي چې په قطر کې د امریکا اؤ طالبانو ترمنیځ نن دکیدونکو خبرو اترو تابیا پاکستان کړې ده
دافغانستان دبهرنیو چارو د وزارت ویاند ضبغت احمدي دپاکستان لخوا دطالبانو امریکا سره خبرو ته اماده کول یو غوره ګام بللی اؤ رسنیو ته یې ویلي افغانستان د پاکستان دهمکاریو دوام غواړي
هغه ویلي که چرې امریکا هم دسولې په اړوند خپل فشارونه پرځائ وساتي نو دسولې روانې هڅې غوره پایلې لرلی شي.
په خټه افغان زلمی خلیلزاد د افغانستان سولې پروسې په لړ کې دا مهال د سېمه ایزو هیوادونو په سفر دی چې د افغانستان سولې په لړ کې د دغه هیوادونو مرستې ترلاسه کړي. نوموړي د خپل ۱۸ ورځني سفر په لومړیو ۱۴ ورځو کې د پاکستان، افغانستان، روس، ترکمانستان، ازبکستان او بېلجیم سفرونه کړي.