لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:امریکې سره مو اړیکې ورځ تر بلې ښې کیږي


دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر ښاغلي فواد چوهدري ویلي دامریکې اؤ پاکستان اړیکو کې ورځ تر بلې ښه والی راځي اؤ طالبانو سره خبرو اترو کې دپاکستان په کردار امریکې دپاکستان مننه کړې ده .

اسلام اباد کې دسوداګرو یوې غونډې ته د سه شنبې په ورځ خپله وینا کې ښاغلي چوهدري دعوه کړې ده چې دکله نه په هیواد کې دعمران خان په مشرۍ نوی حکومت جوړ شوی په نړیواله ټولنه کې دپاکستان په اړوند ښه تصور پیدا شوی دی.

هغه وویل د امریکا اؤ طالبانو په مزاکراتو کې پاکستان یو مهم رول لوبولی دی چې پخپله امریکا هم دپاکستان ددغه رول ستائنه کوي اؤ پاکستان ته یې مننه هم کړې ده.

روانه اوونۍ دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي وؤ چې پاکستان امریکا سره طالبان خبرو ته کښېنولي اؤ حکومت یې غواړي چې افغانستان کې نوره سوله،امن اؤ قراري راشي.

افغان دولت هم دامریکې اؤ طالبانو مزاکراتو کې دپاکستان دهڅو ستائنه کړې خو ورسره یې دپاکستان نه افغانستان کې دسولې په اړوند دلا نورو ګامونو پورته کولو غوښتنه هم کړې ده.

پخپله دغه وینا کې د اطلاعاتو مرکزي وزیر ویلي چې دچین اؤ پاکستان ترمینځ جوړیدونکې اقتصادي لاره وړاندې تر سړکونو محدوده وه خو چین ته دعمران خان له اوسني سفر روسته اوس حکومت زراعت هم د سي پیک مهمه برخه جوړه جوړه کړې ده اؤ دسړکونو په ګډون نورې پروژې مونږ د شخصي څانګې په ملتیا سرته رسو

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG