لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یمن: په حدیده کې اوربند وشو او واک یې ملګرو ملتونو ته وسپارل شو


واشنګټن ډي سي ــــ د یمن د څلور کلنې جګړې د پای ته رسېدا په مقصد د سویډن په مرکز سټاکهوم کې د شاوخوا یوې اوونۍ د خبرو اترو په نتیجه کې د تېر زیارت- پنجشنبې په ورځ پر اوربند اتفاق وشو، خو د یمن په بندري ښار حدیده کې دغه اعلان شوی اوربند تېره شپه عملي شو، خو د اوربند تر پیلېدو مخکې هم د هوثي یاغیانو او د حکومتي ځواکونو تر منځ یو پر بل بریدونه شوي دي.

د ملګرو ملتونو په مرسته په مذاکراتو کې د هوثي یاغیانو او د یمني حکومت د استازو تر منځ د شوي تړون له مخې به دواړه ډلې په درو اوونیو کې له حدیده ښاره وځي او واک به یې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د بې پلوه څارونکو ډلې ته سپارل کېږي.

رپوټونه وایي چې پرون د ګل- دوشنبې په ورځ تر ناوخته د اوربند تر عملي کېدو څو ګنټې مخکې هم دواړو ډلو د حدیده ښار په جنوبي او ختیځو سیمو کې یو پر بل درنې حملې وکړې، خو د شپې تر دوولسو بجو وروسته چې اوربند عملي شوی بیا د ډزو ږغونه نه دي اورېدل شوي، خو وروستي رپوټونه وایي چې نن د ورځې هم په ځینو ځایونو کې جګړه روانه وه.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ یوه ګډه کمېټۍ به د عملي شوي اوربند څارنه کوي، چې له مخې به یې په حدیده ښار کې د دواړو ډلو ځواکونه ځای پر ځای کېږي چې دم ګړۍ یواځې د هوثي یاغیانو تر واک لاندې دی.

د اوربند په تړون کې ویل شوي چې ځایي چارواکي او پولیس به د ښار چارې او درې سمندري بندرونه د ملګرو ملتونو د څارونکې ډلې تر څارنې لاندې سنبالوي او په جګړه کې ښکېلې غاړې تر اوربند وروسته په دې پابندې کړل شوې دي چې په ښار کې به خپل ځواکونه نه ځای پر ځای کوي.

په حدیده ښار کې د جګړې درېدل به په یمن کې د عامو خلکو په مرګ ژوبله کې د پام وړ کموالی راولي، چې د هوثي یاغیانو د واک پر مهال د حکومت پلوه ځواکونو له خوا ورباندې درنې بمبارۍ کېدې او عامو خلکو ته پکې د سر زیان رسېده.

ملګري ملتونه وایي، په یمن کې له روانې کورنۍ جګړې اغېزمنو خلکو ته تر 70 فیصده زیات خوراکي توکي او نورې مرستې د حدیده بندر له لارې ورتلې، خو په ښار کې د جګړې له امله هغوی ته په مرستو رسولو کې ستونځه وه.

د هوثي یاغیانو او یمني ځواکونو تر منځ د شوي تړون په اساس به د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې ځانګړي ځواکونه به د ښار تر کنټرول وروسته دغه لارې بیرته خلاسوي، چې تر هغه وروسته به د مرستې سامانونه د حدیده ښار په ګډون د یمن نورو سیمو ته هم لېږل کېږي.

په تړون کې دا هم راغلي چې دواړه غاړې به د راتلونکي کال د جنورۍ تر 20مې نېټې مخکې هغه تر شپاړس زره زیات بندیان هم سره تبادله کوي، چې د دواړو په ولکه کې دي.

په یمن کې کورنۍ جګړې څلور کاله وړاندې په 2014م کال کې هغه مهال پیل شوې، چې ایران پلوه شیعه هوثي قبیلو د یمن د مرکزي حکومت په ضد پاڅون وکړ او د وسلو په زور یې پایتخت صنعه تر خپل واک لاندې راوست.

خو دې جګړه هغه وخت زور واخیست چې سعودي عربستان، متحده عرب اماراتو او د دوی نورو متحدینو د ولسمشر عبدربه هادي د حکومت په ملاتړ د هوثي یاغیانو په ضد هوایي او مځکنۍ بمبارۍ پیل کړې چې تر اوسني اوربند پورې لا روانې وې.

د ملګرو ملتونو د شمېر له مخې د یمن په جګړه کې تر اوسه تر 10 زره زیات کسان وژل شوي او د جګړې په نتیجه کې د پیدا شوي خوراکي بحران په نتیجه کې د وژل شویو ماشومانو شمېر 85 زره ګڼل کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG