لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: په افغانستان کې امن د عمران خان په دعا نه، د پاکستان په عملي ګامونو راتلی شي


واشنګټن ډي سي ــــ د افغانستان د سولې لپاره د پاکستان د وزیر اعظم د دعا او د کامیابۍ د هیلو او تمو په عکس العمل کې څېړونکي وايي، عمران خان باید خپلو بیانونو ته په ژورتیا سره پام وکړي او د سولې لپاره عملي گامونه پورته کړای شي.

وزیر اعظم عمران خان د گل یا دوشنبې په ورځ په ټوېټر ویلي دي:

"پاکستان د طالبانو او امریکې تر منځ د خبرو په جوړولو کې مرسته کړې ده. راځئ چې لاس په دعا شو چې سوله بيرته راشي او په بهادرو افغانانو باندې نزدې د دريو لسيزو دا جګړه پای ته ورسېږي. پاکستان به د سولې په بهير کې تر خپله وسه هر څه کوي".

د افغانستان د سیاسي چارو څېړونکي انتظار خادم د وي.او.اې ډیوه په خپرونه کې وویل چې د عمران خان کوم لاس په دعا شوی، په دې باندې به باور وساتو خو کله چې د سیاست خبره راشي مونږه غواړو هلته د نتایجو وړ عملي گامونه پورته کړل شي.

څېړونکي انتظار خادم وویل، په متحده عرب اماراتو کې د سولې خبرې د جنگ د خاتمې نه بلکې د جگړې لپاره د یو مشکل عمل اغاز دی، باید ټول سیمه ییز او نړیوال په دې کې خپل رول و لوبوي.

ښاغلي خادم زیاته کړه چې دا وخت د پاکستان او طالبانو په شمول د افغانستان له نورو گاونډیانو سره د سولې نه علاوه هیڅ بله لاره نه شته.

د اسلام اباد نه د افغانستان د چارو یو بل کارپوه طاهر خان وویل، د افغانستان جگړه ختمول اسان کار نه دی او د پاکستان مشران باید په دې مسئله له بې سوچه او د کرېډټ اخیستلو لپاره ورکوونکو بیانونو نه ډډه وکړي او د افغان جگړې په حساسیت باندې ځان پوه کړي.

طاهر خان د دې پوښتنې په ځواب کې چې که پاکستان اوس طالبان خبرو ته راولي نو دا کار خو یې وړاندې هم کولای شو او ویې ویل چې خبرو ته د طالبانو راوستل او دا هر څه په دې انداز کې وړاندې کول چې گنې دا هر څه پاکستان کوي، دا به په پاکستان له وړاندې نه شکونه سېوا کړي.

څېړونکي طاهر خان زیاته کړه چې په متحده عرب اماراتو کې یواځې پاکستان نه بلکې نور هېوادونه هم ناست دي او باید د خلکو نه د ستاینې اخیستو په ځای د سولې د خبرو په وړاندې بوتلو لپاره کار وشي، دا به د پاکستان او د ټولو په گټه وي.

هر څو که عمران خان د افغانستان سولې ته ژمن دی او وایي چې پاکستان په افغانستان کې د سولې د بهیر د ملاتړ په مقصد له طالبانو سره د امریکایي چارواکو د لیدو موقع برابره کړې وه، خو په پاکستان کې سیاسي څېړونکي وایي چې په افغانستان کې د سولې په راتګ کې حکومت نه بلکې پوځ مهم رول تر سره کولای شي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG