لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د لاجوردو لار د پاکستان په ګټه که په تاوان؟


د افغان دولت په وېنا د مينځنۍ اسيا او يورپ سره د لاپس لازوري يا لاجوردو ټرانزيټي لارې پرانستلو سره به د جنګ ځپلي هېواد تجارتی اړيکې د يورپ او منځنۍ اسيا سره نورې هم سېوا شي.

ويل شوي د دې لارې سره به د افغانستان نه د ترکمانستان، ازربايجان، جارجيا او ترکي سره د وچې مېوې، کپړو او نورو صنعتي توکو کاروبار سېوا وده وکړي.

خو پوهان وايي دا لار به هغه وخت د پاکستان په ګټه تماميږي چې پاکستان د هند څخه افغانستان ته لیږونکو مالونو ته لار ورکړي.

په کابل کې مېشت افغان ژورنالسټ قريب رحمان شهاب وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل، چې په کال ۲۰۰۹ کې د دې راهدارۍ لاسليک او جوړولو خبره يې شوې او د تېر زيارت، پنجنشنبې په ورځ يې په هرات کې پرانسته وشوه.

شهاب وويل دا نزدې ۲۲۰۰ کلوميټرلاره د افغانستان لپاره د ټولو نه ارزان روټ دی او په کم لګښت د يورپي ملکونو سره خپل تجارت کولی شی.

په پاکستان يې اغېزې

شهاب وايي " که چري پاکستان د کراچۍ په بندر کې څه بده پېښه لري نو کولی شی چې په دې لار يورپ او مينځنی ايشيا تا خپل مالونه وليږي افغانستان چې څومره لارې د تجارت لپاره پېدا کوي نو هغه د ګاونډي په حېث پاکستان تا فايده ورکولی شی".

هغه دا هم وويل چې افغان حکومت غواړي چې افغانستان د اسيا په څلور لارې، سکويئر باندی بدل کړي او دا راهداري د دغې منصوبې برخه ده نو ځکه په راتلونکي وخت کې دا کوريډور د پاکستان د پاره هم ډير ګټه ور ګرځېدی شي.

د افغانستان سره د پاکستان د سوداګرۍ ګته بل ترلاسه کوي

د لاجوردو د لارې په اړوند د پېښور يو ژورنالسټ رياض داؤدزۍ هم وايي چې د پاکستان او افغانستان تجارت د يو بل سره تړلی دی او د دې راهدارۍ سره به دواړه ملکونه په منځنۍ اسيا کې د سوداګرۍ موقعې ترلاسه کړي.

" کله چې د داسې تجارت يا معيشيت خبره کيږي چې په هغې کې په افغانستان او پاکستان اوړيدل يا راوړيدل ضروري وي نو هغه د دواړو ملکونو د ګټې نه خالی نه وي".

هغه زياته کړه د پاکستان مرکزي او د خېبرپښتونخوا حکومت کولی شي چې د افغانستان سره د تجارت کوټلې تګلاره جوړه کړي کومه چې د دواړو هېوادونو په ګټه وي.

" نن سبا د پوليټيکل اکانومي دور دی او راتلونکي وخت کې به جنګونه هم په دې باندې وي کوم ته چی وائټ وار ويلی شي که تاسو وګورئ نو د کله نه چې زمونږ په افغانستان کې تجارت کم شوی دی نو نور مملکتونو او نورو تجارتي قوتونو په افغانستان کی خپل معاشي اثر رسوخ پېدا کړي دي او هم دغه وجه ده چې هلته د ايران تجارت څه کم درې بلينه ډالره دی، د انډيا څه کم يو بلين ډالره دی او د پاکستان کم شوی دی که پاکستان کوشش وکړي نو د تجارت په اړه افغانستان سره نه يواځې د ګټې خبرې ښه کېدی شی بلکې تجارت هم وده کولی شی".

په مينځ کې پاک افغان ټرانزټ

د پېښور سرحد چېمبراف کامرس اېنډ انډسټريز پخوانی مشر او صنعتکارشاهد شنواری وايي چی تر کومه پورې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تجارت په اړه په کال ۲۰۱۰ کې شوې معاهده باندې بيا لاسليک نه وي شوی پاکستان د لاجوردو د راهدارۍ نه ګټه نه شي ترلاسه کولی.

افغانستان غواړي چې په پاک افغان ټرانزټ ټريډ معاهده کې په دې شرط باندې عمل وکړی شي چی د هند مالونه د پاکستان د لارې افغانستان ته ورسي خو پاکستان دې شرط ته تيار نه دی.

"چې څو پورې د پاکستان افغانستان سره دا موجوده تجارتي کشالې ختم نه شی او دغه ټرانزټ ټريډ دوباره ريوژن يا ورته بيا کتنه ونه شي، او بيا لاسليک نه شي نو د دې لارې نه پاکستان ته هيڅ ګټه نشته".

هغه وويل کومه زړه لار چې په شېرخان بندر باندې تاجکستان اړخ ته ده په هغې باندی هم د پاکستان څه خاص تجارت نشته ځکه چې په هغې باندی پاکستان ته د افغانستان له اړخه ډېر زيات مشکلات دي.

هغه وويل په افغانستان کې پاکستان ته د سوداګرۍ ډېرې موقعې دي ځکه چې د افغانستان خپل صنعت لا وده نه ده کړې او د پاک افغان ټرانزټ ټرېډ د لوظنامې فعاله کېدو سره پاکستان منځنۍ اسيا ته لار پېدا کولی شي.

پوهان وايي چې افغانستان سره په کال ۲۰۱۰ کې تجارت دوه نيم اربه ډالرو ته رسېدلی ؤ خو د سياسي اړيکو خرابېدو له امله دا تجارت د نيمې نه زيات کم شوی او د نور د کمېدو د خطر سره مخامخ دی.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG