لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ای این پي:دافغان سولې په اړوند کېدونکو خبرو ته باید دافغان دولت ملاتړ حاصل وي


وتلي ملت پاله پښتون سیاستمدار اؤ دعوامي نیشنل ګوند ستر سکتر میا افتخار حسین ویلي په افغانستان کې ډیرې وینې توئ شوې اوس باید نور دافغانستان کشاله په هر قیمت هواره کړل شي.

د وائس اف امریکا ډيوه سره رابعه پیر سره ځانګړو خبرو کې میا افتخار حسین ویلي په متحده عرب اماراتو کې چې دافغان شخړې دهواري دپاره کوم مزاکرات روان دي دهغوئ ګوند یې ملاتړ کوي خو دغو دسولې دغه پروسې ته باید دافغان دولت بشپړ ملاتړ ترلاسه وي.

هغه وویل که چرې مزاکرات کیږي اؤ دافغان دولت ګډون یا ملاتړ پکې نه وي نو دا به روانه ستونزه نوره هم لانجمنه کړي.

میا افتخار حسین وویل هغوئ تل غوښتې چې ستونزې باید دخبرو اترو اؤ سیاست دلارې هوارې شي همدغه وجه ده چې کله په تیرو وختونو کې په ملاکنډ کې طالبانو سره دسولې خبره راغله نو په خیبر پښتونخوا کې دعوامي نیشنل ګوند حکومت په خلاص مټ طالبانو سره خبرو ته وړاندې شو.

هغه وویل افغانستان د یوې اوږدې مودې راهسې دجګړو اؤ بې قرارۍ سره مخ دی، ډیرې وینې پکې توئ شوې نور هیڅوک هم دافغان جګړې د غځیدو پلوي نه دي اؤ باید دغه ستونزه اوس دافغانانو په مشرۍ دخبرو اترو دلارې هواره شي.

په متحده عرب اماراتو کې دتیرو دریوؤ ورځو راهسې دامریکا،افغانستان،پاکستان اؤ طالبانو داستازو ترمینځ خبرې اترې روانې دي چې په دغو خبرو کې دامریکا استازيتوب په خټه افغان پخوانی امریکایي ډيوپلوماټ اؤ افغانستان کې دسولې دپاره ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد کوي.

پاکستان وایي امریکا ته یې باور ورکړی چې دافغان کشالې په هواري کې به مرسته کوي اؤ دافغانستان دسولې دعالي شورا د دارالانشاء مشر عمر داودزي هم د چهارشنبې په ورځ ویلي چې دافغانستان په اړوند دپاکستان تګلاره کې بدلون راغلی دی.

تر دې وړاندې واشنګټن اؤ کابل تورونه لګول چې طالبان پاکستان پخپل لاس کې نیولي اؤ افغانستان کې پرې ترهګري کوي خو روانه میاشت دپاکستان وزیراعظم عمران خان خبریالانو ته ویلي وؤ چې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ترې دیو لیک دلارې دافغان کشالې هواري کې مرسته غوښتې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG