لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مرکزي کابېنې دسفري بندیز نوملړ نه دمحسن داوړ اؤ علي وزیر دنومونو ویستلو امر کړی


دپاکستان مرکزي کابېنې دکورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د دوؤ مهمو مشرانو اؤ دقامي اسمبلۍ دغړو محسن داوړ اؤ علي وزیر نومونه باید په سمدستي توګه د سفري بندیز دلسټ څخه وباسي.

تر دې یوه ورځ وړاندې محسن داوړ تور لګولی ؤ چې حکومت د پوځ په فشار دهغه اؤ علي وزیر نومونه دسفري بندیز لسټ ته اچولي دي خو هغه دا هم ویلي وؤ چې د سفري بندیزونو اؤ زندانونو له ویرې به دپښتنو دحقونو غوښتنې څخه پشا نه شي.

د زیارت په ورځ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ دمرکزي کابېنې غونډه کې د نورو معاملو ترڅنګ دمحسن داوړ اؤ علي وزیر د نومونو دسفري بندیز په لسټ کې په شاملولو هم خبرې شوي اؤ سرچینې وایي چې کابېنې امر کړی چې دهغوئ نومونه باید په سمدستي توګه د ای سي ایل څخه وویستل شي.

په کورنیو چارو کې د مملکت وزیر شهریار اپریدي دپاکستان د سېنټ د بشري حقونو د کمېټۍ غونډه ته د شورو په ورځ ویلي وؤ چې څوک د ریاست ادارې چېلنج کوي نو حکومت به یې په ضد ضرور ګامونه اخلي، خو نوموړي دا سپیناوی نه ؤ کړی چې د قومي اسمبلۍ دغو غړیو د ریاست په ضد څه ګامونه اخیستي دي؟

دسینیټ دغه غونډې ته محسن داوړ هم وربلل شوی ؤ اؤ هغه غونډې ته ویلي وؤ چې د نومبر په 29مه د پښتونخوا د پولیسو د مشر په امر د کوم ایف ای آر له امله د دوی نومونه په اې سي ایل کې اچول شوي، په هغه کې دوی ته مخکې له مخکې ضمانت ورکړل شوی دی.

محسن داوړ په ټولنیزو رسنیو خپور شوي خپل یو ویډیو پیغام کې ویلي وؤ "که دوی دا فکر کوي چې مونږ به دریښتیا ویلو نه لاس پسر شو، اوس چې دوی ته زموږ له ریښتیا ویلو یو څه تکلیف دی دا تکلیف به یې مونږ نور هم ور زیاتوو، په اې سي ایل کې مو اچوي که مو په جېلونو کې اچوي مونږ په شا کېدونکي نه یو"

محسن داوړ او علي وزیر د نومبر په 29مه د پېښور له باچا خان هوایي ډګره دوبۍ ته تلل، خو له هېواده بهر د تلو اجازه ور نه کړل شوه او ورته وویل شول چې د دوی نومونه په صوابۍ کې د دوی په ضد د شوي ایف ای آر له امله په اې سي ایل کې اچول شوي دي.

د صوابۍ په ګډون د پښتونخوا او بلوچستان په پښتني سیمو او کراچۍ کې هم د علي وزیر او محسن داوړ په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو مشرانو په ضد مقدمې درج دي. په دغو ټولو مقدمو کې پر دوی تور پورې شوی چې په دغو سیمو کې پخپلو جلسو کې د ریاستي ادارو په ضد خبرې کړې او خلک یې د پوځ په ضد را پارولي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG