لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د رحمان بابا په نوم پېښور نه کراچۍ ته د نوي اور ګاډي پرانسته وشوه


دپښتو دستر صوفي شاعر رحمان بابا په نوم په لمړي ځل پېښور نه کراچۍ ته د اور ګاډي چلولو پرانسته د اتوار په ورځ دپاکستان ریلوی دمرکزي وزیر شیخ رشید په لاسونو شوې ده.

رحمان بابا ایکسپریس به دنورو ګاډو څخه د شپږو نه نیولې تر لسو ساعتو وړاندې په ۲۶ؤ ساعتو کې کراچۍ ته رسیږي اؤ کرایه به یې هم دنورو ګاډو نه لږه ۱۳۵۰ روپۍ وي.

د پېښور د اور ګاډو په اسټیشن د رحمان بابا ایکسپریس د پرانستې راجوړې شوې دستورې ته خپله وینا کې مرکزي وزیر شیخ رشید احمد ویلي حکومت په ۱۰۰ؤ ورځو کې ۲۰ اور ګاډي چلولي دي چې دا دنړۍ په تاریخ کې یو ریکارډ دی.

هغه وویل حکومت پلان لري چې د پېښور نه تر کراچۍ د اور ګاډي پاټلۍ بدله کړي اؤ ددغسې کولو سره به بیا اور ګاډي په یو ساعت کې د۲۶۰ کلو میټره مزل وهلو جوګه وي .

نوموړي وویل د اور ګاډي د پاټلۍ بدلیدو له امله به د کراچۍ اؤ‌ پېښور ترمینځ فاصله اور ګاډی یوازې په اتوؤ ساعتونو کې وهي.

د رحمان بابا په نوم دا نوی اور ګاډی به هر سحر ۱۰ بجې دپېښور نه کراچۍ ته روانیږي اؤ په لاره کې به د نوښار،اټک، پینډۍ،وزیر اباد، فیصل اباد، ټوبه ټیک سنګهـ،ملتان،بهاولپور،رحیم یارخان، روهړۍ،نواب شاه،حیدراباد،لانډهي اؤ ډرګ روډ په اسټیشنو دمه کوي.

په دې اور ګاډی کې به نهه د عامې درجې ډبې، یو بریک وین اؤ یو پاور پلانټ شامل وي.

کراچۍ دپاکستان تر ټولو ستر صعنتي ښار دی چې دپاکستان اؤ افغانستان دبیلابیلو سیمو نه ورته په زرګونو پښتانه د ورځې مزدورۍ اؤ دغلته دمیشت خپلو عزیزانو ښې،بدې یا تپوس پوښتنې له ځي.

کراچۍ ته دپېښور نه بسونه هم چلیږي چې په د اور ګاډي په پرتله یې کرایه ټيټه ده اؤ په شا وخوا ۲۴ ساعتو کې دغه ۱۳۶۳ کیلو میټره واټن ترسره کوي خو زیاتره خلک د اوږد چکر اؤ د ارام نه د ډک سفر په خاطر په اور ګاډي کې دکراچۍ تګ ته ارزښت ورکوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG