لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: دپاکستان خارجه وزیر په افغان سوله ولسمشر غني سره خبرې کړي


دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی شاه محمود قریشي د څلورو هیوادونو دسفر په لمړي پړاؤ کې نن دوشنبه دافغانستان پلازمینې کابل ته رسیدلی اؤ دغلته دخپلې ډلې په مشرۍ دافغان ولسمشر اشرف غني سره افغانستان کې دسولې په روانو هڅو خبرې کړي.

دتیرو لسو ورځو دننه کابل ته دشاه محمود قریشي دا دوهم سفر دی چې افغان چارواکو سره پکې افغانستان کې دسولې په روانو هڅو غږیږي.

تر دې وړاندې دپاکستان،چین اؤ افغان چارواکو درې اړخیزه خبرو کې د ګډون په موخه هم شاه محمود قریشي تیره اوونۍ کابل ته تللی ؤ.

دپاکستان دبهرینو چارو ددفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل ویلي د دواړو هیوادونو لوړ پوړو چارواکو د ډلو په کچه هم خبرې اترې کړي دي.

سرچینې وایي د دوشنبې په ورځ کابل کې پیل شوؤ دې تازه خبرو کې دپاکستاني هیئت مشري شاه محمود قریشي اؤ دافغان لوري مشري د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني کړې ده

کابل ته له روانیدو وړاندې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي قریشي ویلي چې که له یویشتمې پیړۍ څخه د ایشیاء پیړۍ جوړول وي نو دې دپاره سیمه کې امن اؤ ثبات اساسي شرط دی.

هغه وویل پاکستان افغانستان اؤ د سیمې نورو هیوادونو دپاره مثبت سوچ لري اؤ غواړي چې دا سیمه نوره پرمخ لاړه شي.

ټاکل شوې ده شاه محمود قریشي به دکابل نه وروسته افغانستان، ایران اؤ چین ته هم ځي اؤ ددغو هیوادونو مشرانو سره افغانستان کې دامن اؤ سولې په ټینګښت په دوه اړخیزه چارو خبرې کوي.

په دې وروستیو کې افغان دولت اؤ‌ امریکا طالبانو سره دسولې هڅې چټک کړي اؤ دپاکستان وزیراعظم عمران خان روانه میاشت خبریالانو ته ویلي چې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ترې د یو لیک دلارې غوښتې چې باید طالبان افغان دولت سره خبرو ته کښینوي.

تیره اوونۍ په متحده عرب اماراتو کې دطالبانو اؤ امریکایي استازي زلمي خلیل زاد ترمینځ خبرې هم شوې وې چې پاکستان وایي دغه خبرو ته لاره هغوئ هواره کړې وه.

افغان دولت د سولې روانو هڅو کې دپاکستان اوسنی رول ستائیلی خو ددې ترڅنګ سولې دپاره دملاتړ پیداکولو په اړوند دافغان ولسمشر صلاح استازي عمرداودزي دپاکستان څخه دا غوښتنه هم کړې ده چې باید خپلې دسولې هڅې نورې هم چټک کړي.

افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم تیره ورځ ویلي وؤ چې افغانستان کې دسولې په اړوند به په راتلونکو ورځو یا اوونیو کې دپاکستان عملي رول ته کتل وي.

افغان دولت اؤ امریکا تورونه لګوي چې طالبان دپاکستان خلک دي اؤ هم دپاکستان په لمسه افغانستان کې ورانکاري کوي خو پاکستان دا تورونه مدام رد کړي اؤ وایي په طالبانو اوس د تیر په څیر اثر نه لري

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG