لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان څخه دزیاتو امریکایي پوځیانو ویستلو په اړوند پنټاګان دصدر ټرمپ پرېکړې سره مخالفت کړی


دامریکا ددفاع محکمې دامریکا دصدر ډانلډ ټرمپ لخوا افغانستان څخه دنیمایي نه د زیاتو امریکایي ځواکونو د راویستلو دپرېکړې سره مخالفت ښودلی اؤ ویلي یې دي افغانستان کې دامن اؤ سولې دپاره باید په طالبانو نیغ په نیغه یا له نورو لارو فشار ته دوام ورکړل شي.

دامریکا ددفاع محکمې یا پینټاګان افغانستان نه په زیاته شمیره دافغان ځواکونو د ویستلو پرېکړې سره دغه مخالفت کانګریس کې په جمع کړل شوؤ کاغذونو کې ښودلی دی.

تر دې وړاندې دتیرې اوونۍ په پیل پائي کې دامریکا ددفاع وزیر جیمز میټس هم له دې امله دخپل منصب نه استعفا ورکړې وه چې دامریکا صدر ټرمپ شام اؤ افغانستان کې دپوځیانو پځائ ساتلو وړاندیز رد کړی ؤ.

پاکستان دافغانستان نه دامریکایي ځواکونو په زیاته شمیره کې د ویستلو په اړوند د امریکایي صدر ټرمپ دپرېکړې هرکلی کړی اؤ دا یې امن دټینګښت دپاره غوره پرېکړه بللې ده.

د نړیوالو رسنیو له مخې دامریکا ددفاع محکمې کانګریس ته ویلي چې امریکا ته نه یوازې افغانستان کې خپل ځواکونه پرځائ ساتل پکار دي بلکې امریکایي ځواکونه باید په دغه هیواد کې دطالبانو په ضد عملیات هم دوامداره وساتي.

دپنټاګان د تګلارې په کاغذونو کې ویل شوي چې ترڅو امریکایي ځواکونه په افغانستان کې موجود وي نو په طالبانو به دسولې دخبرو دپاره فشار سیوا کیږي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې په واشنګټن کې دجنوبي ایشیاء دچارو څیړونکي مارون وین بوم هم امریکا ته خبرداری ورکړی چې باید افغانستان څخه د وتلو تاثر ورنکړي.

هغه ویلي تر اوږدې مودې افغانستان کې دامریکایي ځواکونو د شتون اغیزې په پاکستان شته اؤ که چرې دا اغیزې له مینځه لاړې شي نو واشنټګټن به دطالبانو په اړوند داسلام اباد ملاتړ هم وبائیلي.

دا مهال افغانستان کې ۱۴ زره امریکایي پوځيان شتون لري چې دغه پوځیان افغان ځواکونو ته روزنه هم ورکوي اؤ دناټو دمشن برخه هم ده.

دطالبانو اؤ افغان دولت ترمینځ دجوړجاړي دپاره طالبانو لمړی شرط امریکا ته دا ایښی چې بهرني ځواکونه دې له افغانستان څخه اوځي اؤ دهغوئ ټول بندیان دې خوشې کړل شي.

امریکایي صدر ټرمپ هم روانه میاشت افغانستان نه په زیات شمیر کې دپوځیانو ویستلو اشاره ورکړې وه

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG