لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي دشام سره نزدې  پولې ته پوځي کومک ليږي، راپور


د ترکیې خبري اژانس ( ډي ايچ اى) پخپل يو راپور کې ويلي دي چې ترکي دشام سره نزدې خپلې پولې ته اضافي عسکري کومک ليږي او زياته کړې يې ده چې دبکتربند ټرکونو په ګډون شا وخوا سلو ګاډو ديادې سيمې مخه کړې ده.

ترکي شام ته نزدې خپلې پولې ته دغه عسکر څو ورځې وروستو له هغې ليږي چې دامريکا لخوا شام څخه دپوځيانو دويستلو دپريکړې څخه وروسته دترکي صدر رجب طيب اردوان څو ورځې دمخه وويل ترکي به د درايى فرات ختيز لوري ته په شمالي شام کې دکردي "وايي پي جي" مليشا په ضد پلان شوي عسکري عمليات ځنډوي.

خبري ادارې ډي ايچ اى ويلي ترک کاروان دسرحدي صوبې هټى څخه دجنوبي پولې سره نزدې دکيليس صوبې اړخ ته مخه کړې چې پکې ټانکونه، مشين ګنونه او له کمانډویانو څخه ډک بسونه شامل دي،

دخبري ادارې له مخې دعسکري سازوسامان ځينې برخې او عسکر به دپولې ترڅنګ په پوستو کې ګمارلى شي او ځينې دايلبيلي سيمې له لارې شام ته وراوړل شويدي.

دجون په مياشت کې دناټو ايتلافيان دشام مينبيج سيمې څخه دوايي پي جي دويستلو تړون ته رسيدلي وو خو ترکې شکايت کړى چې دغه تګلاره ځنډول شوې ده.

دراپورونو له مخې پوځي قافلې په سيمه کې دترک پلوه فري سيرين ارمي (ايف ايس اى) تر واک لاندې په سيمو ورپورې وځي خو ترک چارواکو په سملاسي توګه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ترکي دوايي پي جي او داعش په ضد دپولې پورې غاړه په شمالي شام کې دوه کارروايۍ ترسره کړيدي.

ددغه پوځي عملياتو مرکز دفرات لويديزې سيمې دي او دترکي ددغه سيند ختيز لوري ته لا نه ده تللې، چې يو مقصد يې دامريکايي ځواکونو سره نيغه په نيغه ښکر اړمولو څخه ډډه کول دي.

اردوان دجمعې په ورځ ويلي وو په داسې حال کې چې امريکا له شام څخه خپل پوځونه وباسي ، ترکي به په شام کې دداعش دتندلارو په ضد دجګړې ترسره کولو دنده پخپلو لاسو کې اخلي او زياته کړې يې وه چې پلان شوو عملياتو کې به وايي پي جي هم په نخښه کولى شي.

انقره دامريکا پلوه وايي پي جي مليشا يوه ترهه ګريزه ډله او او دکردستان ورکرز پارټۍ( پي کى کى) يوه پراخه شوې برخه ګڼې، دغه ډله له ١٩٨٠ء څخه راپديخوا په ترکي کې ياغيتوب کې بوخته ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG