لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټوله نړۍ کې نن مسیحي ټولنه د کرسمس ورځ نمانځي


دحضرت عیسی علیه السلام د پیدائښت د ورځې په خوشحالۍ کې نن دپاکستان په ګډون ټوله نړۍ کې مسیحیان د کرسمس ورځ نمانځي.

په ویټي کن سټي کې د کرسمس تر ټولو لویه دستوره شوې چې پکې د پوپ فرانسس په موجودیت کې په زرګونو مسیحیانو خپل مذهبي رسمونه ادا کړي اؤ ځانګړې دعاګانې یې غوښتي دي.

دغه دستوره کې ګډون کوونکو ته خپله وینا کې پوپ فرانسس نصحیت کړی چې مادیت څخه تیر شي اؤ د بې وزلو ملګرتیا وکړي.

هغه خلکو ته د یو بل غم اؤ خفګان کې د شریکیدو اؤ دخوشحالیو ویشلو تلقین هم کړی دی.

په امریکا، برتانیه،فرانس،جرمني، اروپا، ایشیایي هیوادونو اؤ ټوله نړۍ کې په دې ورځ مسیحیان د کرسمس خوشحالیو کې یو بل ته سوغاتونه ورکوي اؤ دخوشحالۍ څرګندونې کوي.

دپاکستان په پېښور،کراچۍ،لاهور،اسلام اباد اؤ نورو لویو اؤ وړو ښارونو کې هم دکرسمس په اړوند دستورې روانې دي چې پکې پیغلو اؤ ځوانانو نوي نوي لباسونه په تن کړي، یو بل ته مبارکۍ ورکوي،

د پاکستان دپینډۍ ښار په کرائسټ نومې کلیسا کې د کرسمس په اړوند جوړه شوې دستوره کې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه هم برخه اخستې اؤ دهیواد په پرمختیا کې یې دمسیجي ټولنې کردار ستائیلی دی.

دکرسمس په موقع د سه شنبې په ورځ دپاکستان ټولو لويو اؤ وړو ښارونو کې په ځانگړې توګه دچرچونو څخه بهر اؤ دننه سخت امنيتي تدابير نيول شوي وؤ اؤ عيسويانو چرچونو کې ځانګړو دستورو کې ګډون کړى اؤ بيا يې دخپلو خپلوانو سره په ګډه دخوشحالۍ دغه ورځ په ځانګړې توګه تيارو کړل شوؤ خوراکونو خوړلو سره نمانځلې ده.

پاکستان کې دتيرې يوې لسيزې څخه دزياتې مودې راهسې ترهه ګريزبريدونه، بمي چاؤدنې اؤ دتشدد څخه ډکې پيښې رامينځته کيږي اؤ داکثريتي مسلمانانو ترڅنګ مذهبي اقليتونه هم ددغسې بريدونو ښکار پاتې شوي دي،

اوسنو مياشتو کې دغه هيواد کې په چرچونو، جوماتونو، بازارونو اؤ سکولونو شوؤ حملو کې په لسګونو خلکو خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.

خو حکومت وائي چې هيواد کې دهر مذهب سره دتعلق لرونکو خپلو وګړو دحقونو اؤ تحفظ لپاره ګامونه اخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG