لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکرکټ دنړېوال جام دسیالیو کپ کابل ته راورسول شو


دکرکټ دنړیوال جام دسیالیو کپ نن چهارشنبه افغانستان ته راوړل شوی چې دکابل په حامد کرزي هوایي ډګر یې تود هرکلی شوی دی.

دافغانستان خبري اژانس پژواک وایي په کابل کې د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار، د کرکټ بورډ عمومي رييس حاجي عزيز الله فضلي، د کرکټ بورډ اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزي ، د کرکټ ملي لوبغاړلي د کرکټ بورډ نورو مسوولينو، دولتي چارواکونو او لسګونو مينه والو لخوا د نړیوال کپ هرکلی کړی دی.

کله چې دغه کپ د متحده عرب اماراتو نه کابل ته راورسول شو نو دکرکټ په لسګونو مینه وال یې لیدلو ته ورټول شوي وؤ اؤ هغوئ د خوشحالۍ نه د ډولونو مخې ته اتڼونه کول.

پژواک پخپل راپور کې د مشرانو د جرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار له خولې ویلي دا د ټولو ملي لوبغاړو د خولو، زحمتونو او ښو لوبو پايله ده، چې نن افغانستان د نړيوال جام کوربه دى.

دافغانستان دکرکټ بورډ مشر عزیز الله فضلي ددغه کپ کابل ته په راوړل کیدلو ټولو افغانانو ته مبارکي ویلې ده اؤ ویلي یې دي دا د ویاړ مقام دی چې نن نړیوال کپ په کابل کې وینو.

هغه ویلي دا کپ به د کابل نه وروسته بامیان،هرات اؤ کندهار ولایتونو ته هم وړل کیږي.

دافغانستان دکرکټ بورډ اجرائیوي رئیس شفیق الله ستانکزي خبریالانو سره خبرو کې هیله ښودلې ده چې اوس خو داکپ افغانستان ته په عارضي ډول راوړل شوی خو ډیر زر به دافغانستان ملي لوبډله دکرکټ نړیوالو سیالیو کې په غوره لوبې کولو سره دا کپ دافغانستان په نوم ونومو

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG