لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بي ایل اې منلې چې اسلم بلوڅ او پینځه ملګري یې په کندهار کې وژل شوي


راپورونه وایي دپاکستان د بلوچستان ایالت بیلتون خوښی یاغي کمانډر اسلم بلوچ چې د اچهو په نوم یې شهرت لرلو دافغانستان په کندهار ولایت کې دخپلو نورو شپږو یاغي کمانډرانو سره یو ځائ‌ په یو ځانمرګي برید کې وژل شوی.

په اسلم بلوچ د کوټې زیارت سیمه کې د پاکستان دبنسټګر محمدعلي جناح د کور په بمونو د الوځولو اؤ کراچۍ کې دچین په کونسلګرۍ دبرید ترڅنګ په پاکستان کې دترهګرۍ یو شمیر پېښو کې دلاس لرنې تورونه لګول شوي وؤ اؤ حکومت دهغه پسر ۵۰لکه روپۍ انعام هم اېښودلی ؤ.

دکندهار دپولیسو ویاند ضیاء دراني خبریالانو ته منلې چې دځانمرګي برید دغه پېښه تیره ورځ د عینو مېنې په دریم سړک رامینځته شوی خو هغه وایي په دغه پېښه کې دوه کسان وژل شوي اؤ درې نور ټپیان دي.

هغه وایي ځانمرګي برید ګر امنیتي ځواکونو په نظر کې اخستي وؤ اؤ هغوئ ترې تښتیدل خو چې کله خپلې موخې ته په رسیدلو ونه توانیدل نو ځان یې والوځولو.

دپولیسو دغه ویاند نه ده واضحه کړې چې په برید کې وژل شوي کسان څوک دي ، خو بیلتون خوښي بلوڅ تنظیم بلوچ لبریشن ارمي پخپل یو بیان کې منلې چې کمانډر اسلم اؤ دهغوئ د تنظیم پینځه نور مهم شران وژل شوي دي.

خو ددغه تنظیم د ویاند جنید بلوچ لخوا مطبوعاتو ته په جاري شوي بیان کې هم نه ده واضحه شوې چې په دغو بیلتون خوښو بلوڅ یاغیانو ځانمرګي برید چا کړی دی؟

پاکستاني چارواکو لا تر دې دمه ددې پېښې په اړوند څه نه دي ویلي اؤ نه هم چا تر اوسه ددې برید پړه قبوله کړې ده.

د افغانستان د داخله چارو وزارت د شورو- چارشنبې په ورځ تایید کړې چې د کندهار په پروني ځانمرګي برید کې شپږ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د وزارت ویاند نجیب دانش وایي "داسې ویل کېږي چې په وژل شویو کې بلوڅان هم شامل دي"، خو دا یې نه دي ویل چې آیا دوی وسلوال بلوڅان وو که عام خلک.

د سیاسي چارو یو افغان څېړونکي اجمل بلوچ زاده له طلوع نیوز سره په خبرو کې دعوه کړې، چې افغانستان په وروستیو کې له پاکستان سره پر خپله خاوره د مېشتو بلوڅ بېلتونپالو د ځپلو یو قرارداد لاسلیک کړی دی.

"زه هیله یم چې دغه قرارداد لا د عملي کېدو په مرحله کې نه دی یا په غیررسمي بڼه نه دی عملي شوی، ځکه چې دا پر مخ ډېرې خطرناکې نتیجې لرلای شي، نو په دې تناظر کې ویلای شو چې بلوڅ [اسلم] پاکستاني ای ایس ای په نخښه کړی دی".

پاکستان دعوه کړې چې اسلم بلوڅ په وروستیو کې د بلوچستان په سیمه کې په پوځي عملیاتو کې ټپي شوی وو او بیا په تېښته د افغانستان له لارې د درملنې لپاره هند ته تللی وو، خو طلوع ورځپاڼه لیکي چې اسلم بلوڅ له 2005م کال راهیسې په کندهار کې ژوند کاوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG