لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محب:ګاونډیان افغانستان کې امنیت دځان په ګټه بولې خو باور پرې نه کوي


دافغانستان دملي امنیت دشورا مشر حمدالله محب ویلي دافغانستان ګاونډیان مدام وایي چې افغانستان کې امنیت د دوئ امنیت دی خو کله پرې باور نه کوي خو تردې وروسته به په دې باور هم کوي ځکه چې امنیت راتلونکی دی.

دکورنیو چارو وزارت ته دامرالله صالح او ددفاع وزارت ته داسدالله خالد دسرپرستو وزیرانو په توګه دمعرفي کولو دستورې ته خپله وینا کې ښاغلي محب وویل د دښمن دبریدونو مخنیوي لپاره ولسمشر اشرف غني دکورنیو او دفاع وزارتونو ته داسې وړ کسان معرفي کړي چې وبه کولی شي.

هغه وویل د وزارتونو رهبرۍ ته معرفي شوي کسان بشپړه کاري وړتیا لري او اولس هم د همداسې کسانو په دندو دګمارنې ملاتړ کوي.

محب وویل"نن مونږ یوداسې دښمن سره مخ یو چې اول خط مو ښار، کوڅه ، دفتر، مسجد دی، داسې ځای نشته چې دښمن دې پرمونږ باندې وارنه وي کړی او پرونی برید یې یې یو ډیرښه مثال و"

هغه وویل دا د ولسمشر غني یو ډیر ښه فکر ؤ چې داسې کسان د دفاع او داخله وزارت رهبرۍ ته راشي چې دوست اطمینان پکې وویني او دښمن ترې ویره ولري او دبحران په وخت کې افغانستان یوموټی وساتي

دملي امنیت شورا مشر زیاته کړه دمسئولیتونو دښو اجراتو په ترسره کیدو کې د کورنیو چارو په وزارت کې امرالله صالح او په دفاع وزارت کې اسدالله خالد بریالیتوب نه یوازې افغانانو بلکې ټولې سیمې پورې اړه لري.

نوموړي زیاته کړه"د دوی کامیابي نه یوازې زمونږ بلکې په منطقه کې دټولو کامیابي ده زمونږ ګاونډیان همیشه وايي چې په افغانستان کې امنیت د دوی امنیت دی خوکله پرې باور نه کوي خو تردې وروسته به په دې باورهم کوي ځکه چې امنیت راتلونکی دی"

هغه وویل چې افغانان امنیت چانه په خیرات کې نه غواړي او سوله هم په خیرات نه راځي خو دولت به په بشپړ قوت سره دخلکو دعزت ساتنه کوي اودسولې لپاره دحکومت غیږه خلاصه ده.

دا په داسې حال کې ده چې دسولې د دالانشاء رییس عمر داود زي په امر په افغانستان کې دسولې ولایتي دفترونه تړل شوي دي.

دسولې عالي شورا ویاند احسان طاهري ویلي چې دسولې دفترونه دلنډ مهال لپاره تړل شوي او لامل یې په ولایتي کمیټو کې داصلاحاتو راوستل په ګوته کړي دي.

داحسان طاهري په خبره دسولې ولایتي کمیټوکې به بشپړ اصلاحات راوستل کیږي او ښائي چې څلور میاشتې وروسته دسولې ولایتي دفترونه یوځل بیا پرانیستل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG