لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم عمران خان سږ کال له څومره ژمنو په شا (یو-ټرن) شوی؟


واشنګټن ډي سي ـــ د پاکستان مشهورې انګرېزي ورځپاڼې پاکستان ټوډې د تحریک انصاف ګوند د مشر او د پاکستان د وزیراعظم عمران خان هغه ټول اعلانونه او ژمنې په تفصیلي سره لیکلې دي، له کومو چې دی د وخت په تېرېدو سره په شا شوی دی او په همدې سوب خپلو سیاسي مخالفینو د "یوټرن خان" طنزیه نوم ورکړی دی.

ورځپاڼه خپله تبصره د وزیراعظم عمران خان د دې قول نه شروع کړې ده، چې وایي هغه رهبر یا مشر په اصل کې هډو رهبر یا مشر نه وي، چې د حالاتو له غوښتنې سره سم له خپلې کړې خبرې په شا نه شي یا د خپل کړي لوظ نه بې لوظه نه شي.

ټوډې ورځپاڼه د عمران خان د دې بیان په رڼا کې په ختمېدونکي کال کې د تحریک انصاف د حکومت د خپلو کړو خبرو او ژمنو نه د په شا کېدو یا یوټرن اخیستو تفصیل لیکلی او پیل یې د اقتصادي چارو له سلاکار کونسل نه د میا عاطف د لرې کولو له پرېکړې کړی دی.

ورځپاڼه لیکي چې عمران خان د پاکستان په مړڅپن اقتصاد کې د ژوند پیدا کولو دپاره نامتو اقتصادي ماهر میا عاطف د کابینې د جوړولو په وخت د اقتصادیاتو په سلاکار کونسل کې شامل کړ، خو چې کله د مخالفینو په شور و غوغا په ټول هېواد کې دا خبر خپور شو، چې هغه قادیانی دی نو عمران خان میا عاطف سمدستي بیرته له خپلې څوکۍ لرې کړ. سره د دې چې د عمران خان حکومت له دې وړاندې په صفا ټکو کې اعلان کړی وو، چې حکومت به یې کله هم د توندلارو تر فشار لاندې نه راځي.

پاکستان ټوډې د عمران خان د په شا کېدو دویمه پېښه د مسلم لیګ ن ګوند دویم مشر شهباز شریف ته د پارلمان د پبلک اکاونټ کمېټۍ د مشرۍ د ورکولو ده. د تحریک انصاف حکومت تر دې وړاندې په خپله دې فیصله ټینګ وو، چې د پبلک اکاونټ کمېټۍ مشري به شهباز شریف غوندې سیاستوال ته نه ورکوي، چې د بډو رشوتونو او کمېشنونو په خوړلو بدنام دی، خو د حکومت تر دې واضح اعلان دوه میاشتې وروسته حکومت او مخالف ګوند په پارلمان کې د پبلک اکاونټ کمېټۍ په ګډون د نورو ټولو پارلماني کمېټیو په قیادت روغه سره وکړه او دا شان په دې معامله کې هم له خپلې کړې خبرې په شا شو.

ورځپاڼه نور لیکي چې وزیراعظم عمران خان کله هم د پنجاب پخوانی وزیراعلی پروېز الهي په ښه نامه نه دی یاد کړی. عمران خان په 2002م کال کې په قامي خزانه کې د پروېز الهي په خلاف عریضه کړې وه، چې د پاکستان سټېټ بېنک د هغه په ضد پلټنې پیل کړې وې.

پاکستان ټوډې وایي عمران خان په خپل یو تقریر کې پروېز الهي د پنجاب تر ټولو لوی ډاکو بللی وو او ویلي یې وو چې د ده غوندې سیاستوالو د قانون سپکاوی کړی دی او ناجایزه دولتونه یې جوړ کړي دي او تاسو به د دې خلکو ډرامې ډېر زر په ختمېدو ووینئ، خو وایي هماغه د ده په وینا "لوی ډاکو" تر انتخاباتو ګټلو وروسته د پي ټي ای په مرسته نن سبا د پنجاب اسمبلۍ د سپیکر په څوکۍ ناست دی.

ورځپاڼه د عمران خان د یوټرن اخیستو په لړ کې له شیخ رشید سره د یارانې بیا جوړولو ذکر هم کړی دی. ورځپاڼه لیکي چې وزیراعظم د شیخ رشید سخت مخالف وو او په څو څو کرته یې ویلي، چې شیخ رشید به د چپړاسي په توګه هم ونه ساتي، خو د ټاکنو تر ګټلو وړاندې شیخ رشید د عمران خان د سیاسي سلاکارانو مشر وو او اوس یې د پاکستان د رېلوې غوندې اهمې محکمې وزیر ټاکلی دی.

له بلې کومې خبرې چې عمران خان په شا شوی دی، هغه په پاکستان کې زېږېدلو افغانانو او بنګالیانو ته د پاکستان د شهریت ورکولو اعلان او وروسته له دې اعلانه د منکرېدو خبره ده.

پاکستان ټوډې د عمران خان د یوټرن د معاملو په اخر کې له آی ایم ایف نه د پور نه اخیستو ژمنه بیان کړې ده، خو دنیا ولیدل چې له دې خبرې نه هم عمران خان په شا شو او اخر هم له ای ایم ایف نه قرض غوښتلو ته کښېناستو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG