لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې افغان کډوال زده کوونکي له ستونځو سره مخ دي


د لېسې مشر ظاهر پښتون یوه زده کوونکي ته د فراغت سند ورکوي.
د لېسې مشر ظاهر پښتون یوه زده کوونکي ته د فراغت سند ورکوي.

کوټه ــــ د بلوچستان ايالت د پښين په سرانانو سيمه کې د افغان کډوالو په کېمپ کې د غازي امان الله خان عالي ليسې پايلې اعلان شوې، چې له لومړي تر دوولسم ټولګي پورې تر دوولس سوه زيات زده کوونکي پکې کامياب شول.

مدني فعال او د غازي امان الله خان د عالي ليسې مدير ظاهر پښتون وايي، په بلوچستان کې د افغان کډوالو په 12 کېمپونو کې په لومړي ځل د دوی له لېسې نجونې زده کوونکې هم فارغه شوې دي.
د فارغه شويو نجونو شمېر شپارس دی.

ښاغلی پښتون وايي په لېسه کې د نجونو شمېر شپږ سوه ته نيژدې دی، خو د فراغت په مراسمو کې يوې نجلۍ هم ګډون نه درلود.

په دې غونډه کې يو ديارلس کلن ماشوم حمیدالله هم حاضر وو، په پښو يې د کباړ زاړه خړ ګوټونه او په سر يې سره خولۍ وه، په شنه يخ کې د خپل نامه او کاميابۍ په انتظار ناست وو.
حميدالله د کاميابۍ د اعلان د اورېد ته له کراچۍ راغلی وو.

نتیجې اعلان شوې او حميدالله په دويمه درجه له اووم ټولګي اټم ټولګي ته کامياب شو، خوشالي يې په سترګو کې له ورايه ښکارېده. له وي.او.اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل:

"ډېر په شوق مې سبق ووایه او په کاميابۍ ډېر خوشاله يم. له امتحانه پس کراچۍ ته تللی وم او له دوو مياشتو پس کېمپ ته راغلی یم".

حمیدالله وایي، کراچۍ ته د سيل لپاره نه بلکې د کاغذونو ټولولو او خرڅولو په مزدورۍ پسې تللی وو، يوه اوونۍ کيږي چې را ستون شوی او څو ورځې وروسته به بيرته ځي.
ده وويل چې د کراچۍ په سوراب ګوټ کې اوسېږي، په ټوله ورځ کې له درې سوو تر پینځه سوو روپۍ ګټي.

د نتیجو د اعلان په وخت ډېر کامياب شوي لوستونکي د خپلو سندونو اخيستلو لپاره خپل ښوونځي ته نه وو راغلي. د لېسې مشر ظاهر پښتون د غونډې ګډونوالو ته وويل، د لېسې 50 فیصده زده کوونکي یې په خوارۍ مزدورۍ پسې کراچۍ او ايران ته تللي دي:

"خلکو مو زیات غریبان دي، په کېمپ او په نيژدې سيمو کې د کار روزګار موقعې ورته نه شته نو ماشومان او ځوانان ځکه نورو علاقو ته د مزدورۍ لپاره مخه کوي".

ښاغلی پښتون که يوې خواته د زده کوونکو په کاميابۍ خوشاله وو، خو بلې خواته د زده کوونکو د درسي کتابونو پر نشتوالي خفه وو. هغه وويل چې "له تېرو پینځو کالو د نهم، لسم، يوولسم او دوولسم ټولګيو درسي کتابونه نه شته ځکه استادان او زده کوونکي له ستونځو سره مخ دي".

يواځې د درسي کتابونو ستونځه نه وه بلکې له دوولسم ټولګي فارغه شوي زده کونکي خپل راتلونکي ته هم اندېښمن دي. د غازي امان الله خان د عالي ليسې فارغه شوي يوه زده کوونکي صديق الله صديقي وي.او.اې ډيوه ته وويل چې د لوړو زدکړو لپاره هيڅ زمينه نه ده ورته برابره.

د زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې د افغانستان د پوهنې وزارت استازي نجيب الله عبدالرحيمزي هم ګډون کړی وو. د زده کوونکو د ستونځو په هکله ښاغلي ډيوه ته وويل چې د کتابو د نشتوالي له ستونځې خبر دی، خو وایي کوم کتابونه چې دلته نه شته هغه د څه ستونځو له کبله نه شي ورکولای، خو دغه ستونځې یې یادې نه کړې.

ښاغلي عبدالرحیمزي وويل چې له لېسې د فارغه شوو زده کوونکو د لوړو زدکړو لپاره يې هڅې روانې کړې او د حل لاره به يې و مومي.

تر شنه اسمان لاندې د دې کېمپ بېوزلي ماشومان او زلمي د افغانستان له دولت، نړيوالو سازمانونو او موسسو نه يواځې د لوړو زدکړو بلکې د روزګار په لړ کې هم د مرستو غوښتنه لري.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG