لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د پخوانۍ وزیراعظمې بې نظیر بوټو یوولسم تلین ولمانځل شو


نن د پاکستان د پخوانۍ وزیراعظمې بې نظیر بوټو د مرگ 11م تلین ولمانځل شو. په دې موقع د هغې په پلارني کلي گړي خدا بخش کې یوه لویه دستوره وشوه چې پکې په زرگونو شمېر کې خلکو برخه اخیستې ده.

د پاکستاني مطبوعاتو د رپورټونو ترمخه په دې موقع د پیپلز گوند چیرمېن او د بې نظیر بوټو زوی بلاول بوټو زرداري خلکو ته د وینا په وخت وویل چې ګوند به یې د خپل وطن په جمهوریت، ادارو، ولس، صوبايي خودمختارۍ او د ازادۍ په اظهار د کېدونکې هرې حملې مخنیوی کوي.

مېرمن بوټو په 1988م کال د دسمبر په 2مه نېټه د پاکستان د لومړۍ ښځینه وزیراعظمې په توگه سوگند پورته کړی وو او د یو مسلمان هېواد هم لومړۍ مشري کوونکې ښځه وه.

د پاکستان پخوانۍ وزیر اعظمه او د پیپلز گوند د هغه وخت مشره بې نظیر بوټو د 2007م کال د دسمبر په 27مه په راولپنډۍ ښار کې له یوې غونډې وروسته په یوه برید کې وژل شوې وه.

د بې نظیر بوټو د 11م تلین په مهال د پاکستاني مطبوعاتو تر څنگ په ټولنیزو رسنیو ټوېټر او فېسبوک هم گڼو خلکو هغه یاده کړې او د خپلو جذباتو څرگندونه يې کړې. په ټوېټر نن د "سلام بېنظیر" په نوم هېش ټیگ د ټویټس یوه لړۍ هم چلېدلې.

د شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په خپل ټویټ پېغام کې ویلي د بې نظیر بهټو قاتلان به اخر د هغې فکر ته تسلیم شي. نوموړي لیکلي "د بې وسه ولس یو زړور اواز".

د پنجاب صوبې د پخواني گورنر سلمان تاثیر لور ساره تاثیر بیا په خپل ټویټ پېغام کې بې نظیر بوټو ته د عقیدت د پېرزوینې وړاندې کولو په وخت لیکلي. هغه د یو مسلمان اکثریتي هېواد د جمهوري حکومت لومړۍ مشري کوونکې ښځه وه، چې ناممکنات یې په خپلو کلکو ارادو سره ترلاسه کړل او نورو خلکو ته یې دا حوصله ورکړه چې په خپلو خوبونو یقین وساتي. هغې د پاکستان هره جینۍ زړوره کړې ده.

د پاکستان د وزیراعظم د اقتصادي مشاوراتي شورا غړي عابد قیوم سلهري په خپل ټویټ پېغام کې ویلي چې ممکنه ده یو تن له بېنظیر بوټو سره سیاسي اختلاف ولري خو د جمهوریت لپاره د هغې کوښښونه او قربانۍ د هرې پوښتنې څخه بهر دي.

د بېنظیر بوټو لور اصفه بوټو زرداري په خپل ټویټ کې د اردو ژبې یو نظم ټویټ کړی او په یو بل ټویټ کې ېې لیکلي: 30 کاله وړاندې زما مور د 35 کالو په عمر کې د مسلمانې نړۍ د لومړۍ او یواځینۍ ښځینه مشرې په توگه سوگند پورته کړ. هغې روایتونه مات کړل.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG