لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:د وینو په توئیولو مو څوک په ننواتې نه شي مجبورولی


دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وسله والو په هیواد کې دافغانانو وژنه په روزانه او اوونیز فرهنګ بدله کړې ده.

دپنجشنبې په ورځ ناوخته نوموړي دملکي خدمتونو په ادارو کې دنوښتګرو او لایقو کارکوونکو دتقدیرولو جوړې شوې دستورې ته په وینا کې وویل دافغانستان دښمنانو چې دافغان ولس د وینې توییدنې لړۍ جاري ساتلې په ننواتي ورته نه ورځي.

نوموړي زیاته کړه افغانستان د شاته تګ پرځای مخ پروړاندې روان دی او په وینا یې که وسله وال مخالفین په دې اړه منفي سوچ لري یوځل دې په خپل فکر له سره کتنه وکړي.

. اشرف غني وویل"که څومره زمونږ وینې تویې کړی مونږ په ننواتي نه شي راوستی، دا هیواد اراده لری او اوس جدي ظرفیت لري چې خپله لاره په خپله وټاکي که تاسې فکرکوئ چې دا وطن له دې تګ لارې نه چې داساسي قانون دلویې جرګې داجماع نتیجه کې راغلی شاته ځي یوځل بیا فکر پرې وکړئ"

اشرف غنی وسله والو ته په خطاب کې وویل چې جګړه د حل لار نه ده او یوازینۍ لار دسولې او یو بل دمنلو ده او په خبره یې د روانو جګړو زیانونه یوازې افغانانو ته رسیږي.

نوموړي وویل"که تاسي افغانان یاست ټول افغانان ستاسو په شان دي زور ته څوک سرنه ټیتوي په چاباندې ظلم کوئ دا د چا اولادونه دي چي نن ښوونځيوته نه ځي د چا میرمنې دي چې نن روغتیايي خدماتو ته لاس رسی نه لري او څوک دي چې نن لګه دګیاه په شکل ریبل کیږي او څوک یې پښتنه نه کوي"

اشرف غني وايي دافغانستان راتلونکی به روښانه وي او روان ناورین ته به د پای ټکی ږدي او د دایمي ثبات او امن راوستل یې مسئولیت دی.

نوموړی زیاته کړه دافغانستان ملي هویت په خطر که نه دی او دا هیواد افغانانو دخپلو وینو په قیمت ساتلی او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دخپلې خاورې دساتنې لپاره خپله مبارزه جاري ساتي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG