د بنګله دېش انتخابات د موجوده وزيراعظمې شېخ حسينه واجد په مشرۍ اتحاد ګټلي او هغې ته په درېم ځل د حکومت جوړولو لار هواره شوې خو مخالفه ګوندونو د انتخاباتو نتيجې رد کړي دي.
د حسينه واجد ګوند عوامي ليګ په مشرۍ اتحادي ډلې په ۳۰۰ چوکيو کې ۲۸۸ ګټلي دي.
د الېکشن کمېشن ترمخه د مخالفه ګوندونو د مشر کمال حسېني اتحاد يواځې شپږ چوکۍ ګټلي دي.
حسېني د اتوارد ورځې الېکشن ته ټوقه ويلې او د نتيجو رد کولو يې ویلي ؤ، هغه د بې طرفه چارواکو په مشرۍ بيا د انتخاباتو کولو غږ کړی ؤ.
د انتخاباتو په مهال د امنيت دپاره د شپږ لاکه امنيتي سرتېرو په ځای کولو باجود د حکومتي او مخالفه ګوندونو د پلويانو ترمنځ د تشدد پېښې رامنځته شوي دي.
د مخالفه ګوندونو ترمنځ د تشدد په پېښو کې ۱۳ تنه وژل شوي، د پوليس په ډزو درې تنه لګېدلي او يو پوليس هم په ډزو وژل شوی دی.
حسېني د پخوانۍ وزیراعظمې خالده ضيا چې د مخالفه ګوند بنګله دېش نيشنل پارټۍ مشره او د غبن په تور په بند کې د هغې سيال ؤ.
د خالده ضيا په غېر موجودګۍ کې مخالفه ګوندونو د ۸۲ کلن حسېني په مشرۍ اتحاد جوړ کړی ؤ.