لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دتېلو په زیرمو قبضې لپاره پر امنتیي پوستو دطالبانو بریدونو کې۲۰عسکر وژل شوي


دافغانستان شمالي سرپل ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي،دطالبانو په ډله ییزو بریدونو کې چې هدف یې د دې ولایت د تیلو د زیرمو لاندې کول ؤ له ۲۰ زیات افغان امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

دسرپل والي ویاند ذبیح الله اماني امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې وویل چې وسله والو تیره شپه له دریو خواوو څخه اووه نیمې بجې په سرپل ولایت بریدونه وکړل اوجګړې د شپې ترناوخته دوام درلود.

نوموړي وویل"دښمن دسرپل مرکز اړوند دقشقري سیمه کې چې دتیلو څاګانې یا کوهیان پکې شتون لري له افغان امنیتي سرتیرو سره یې جګړه پیل کړه ،درنه جګړه وشوه او په پایله کې یې له ۲۰ زیات امنیتي سرتیري وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي"

دسرپل د والي ویاند زیاته کړه په دې جګړه کې وسله والو مخالفینو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو په وینا یې کره شمیر نه دی معلوم.

اماني وايي دسرپل ولایت د مرکز هغه سیمه کې چې تیره شپه وسله والو طالبانو پرامنیتي پوستو بریدونه وکړل دنفتي موادو د راویستلو زیرمې شتون لري او دمخالفینو هڅه همدا وه چې ترخپل کنټرول لاندې یې راولي.

اماني وویل"هدف یې دسرپل ولایت دتیلو په څاګانو دکنټرول راوستل و خو دښمن د هدف په ترلاسه کیدو کې پاتې راغلی ، په دغه سیمه کې دتیلو څاګانې دحکومت په سترو امکاناتو سره شتون لري"

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سرپل دافغانستان یو له هغو شمالي ولایتونو څخه دی چې دتیلو اته څاګانې په کې شتون لري.

دسرپل سیمه ییزو چارواکو ویلي د تیلو دا زیرمې فعالې دي خودا مهال ورڅخه دنفتي موادو د راویستلو چارې دولسمشر په امر ځنډول شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG