دپاکستان سترې محکمې دنهې په ورځ دپوځ داستوګنې د پروژو د ادارې دډيفنس هاوسنګ اتهارټۍ( ډي ايچ اى) او ايډن هاوس سوسايټۍ ترمينځ ټول تړونونه باطل ګرځولي او ويلي يې دي داسې ښکاري چې (ډي ايچ اى) خپل کاروبار ته ددوام ورکولو دپاره دکونډو او شهيدانو نومونو نه د ډهال په توګه استفاده کوي.
عدالت اشاره ورکړې ده چې د دوسیې هوارولو لپاره دعملدرامد يوه عدالتي څانګه یا بينچ جوړيدى شي او دقامي احتساب بيورو په بند کې موجودو ټولو مشکوکو کسانو ته يې امر کړى چې داړونده اړخونو سره تماس ونيسي.
دمشر قاضي ميا ثاقب نثار په مشرۍ دسترې محکمې درې کسيز بينچ اسلام اباد کې د قضیې اوريدنې په مهال دغه هدايات جاري کړي دي.
د اوريدنې په پيل کې مشر قاضي په هاغو شکايتونو رڼا اچولې چې هغه ته دبلينونو روپو استوګنې دپروژې څخه اغيزمنو خلکو ورکړي.
هغه وويل دايډن په نوم د استوګنې دپروژې له امله خواوشا ١١٧١٦ خلک اغيزمن شوي او دلاهور څخه ٦٠،٠٠٠ کسان ددې په نوم لوټ کړى شويدي، دديارلس بیلينه روپو پخپلو جيبونو کې داچولو وروستو په دې پروژه کې ککړ کسان تښتيدلي دي.
هغه وويل، دې خلکو ته دډي ايچ اى په نوم دهوکه ورکړى شوې ده،
دلنډې دمې څخه وروستو چې کله ددې دوسیې اوريدنه بيا پيل شوه نو دډى ايچ اى وکيل دخپل موکل څخه دفاع وکړه او وې ويل په دغه پروژه کې دهغوي موکلان په محدوده پيمانه ککړ وؤ.
هغه وويل دا د٢٥ زره کناله زمکې پروژه وه،ډي ايچ اى پکې خپل نوم دټول ټال برخې دديرشو فيصدو په بدله کې خرڅ کړی دى.
خو چيف جسټس په دې مطمين نه شو او له ډي ايچ اى له استازي څخه يې وپوښتل ايا د استوګنې پروژې پرمخ وړل دپوځ کار دى؟
هغه وويل " زه له تا، دپوځ او هرچا څخه دا پوښتنه کوم، دکوم هيواد پوځ هاوسنګ سکيمونه چلوي؟"
هغه بيا وپوښتل ايا دکوم بل هيواد پوځ داسې کوي؟
دډي ايچ اى استازي ځواب ورکړو " دملايشيا پوځ داستوګنې په پروژو کې لاس لري " چې له دې وروستو جج له هغه څخه بيا وپوښتل "" او تاسو پوځ هم ددغه يو هيواد مثال جوړ کړی دى؟
قاضي نثار وويل هرکله چې تاسو د استوګنو پروژو ته لاس اچولی نو ستاسو نوم بدنامه شوی دى، تاسو هاغه زمکه اخستې کومه چې لانجمنه او دشخړې ډکه وه، او په داسې کولو سره تاسو خپله نيک نيتي خرڅه کړې ده.
هغه وويل داسې ښکاري چې تاسو خلک(ډي ايچ اى) خپل کاروبار دکونډو او شهيدانو په نومونو پر وړاندې بوځئ، دزمکې دقدر يو معقول حساب به معلومول وي.
دایډن داستوګنې پروژه څه ده؟
دايډن هاوسنګ سوسايټۍ ځپلي کسان ددغه ډلې په مشر ډاکتر امجد او نورو دلسو زرو څخه زياتو کسانو ته ددهوکې ورکولو تورونه لګوي.
ډاکټر امجد او دهغه دوه زامن د٢٠١٧م کال په اپريل کې کاڼاډا ته تښتيدلي ځکه دنيب له خواست پرته هم دکورنو چارو وزار ت دهغوي نومونه دسفري بندیزونو نوملړ ته نه وو اچولي.
د٢٠١٨م دمارچ په مياشت کې نيب پريکړه کړې وه دايډن ډويلپرز د استوګنې دټولو پروژو پلټنې به بيلوي.
د٢٠١٨م دستمبر په مياشت کې دپلټنو مرکزي ادارې ( ايف ايي اى) ددې سکينډل په اړه دپاکستان دپخواني مشر قاضي افتخار چوهدري زوم ډاکتر مرتضي امجد نيولى و.
هغه وروستو له هغې نيول شوى و چې دهاوسنګ سيکنډل څخه اغيزمنو خلکو دپاکستان دوزيراعظم عمران خان دلاهور دکور مخې ته احتجاج وکړو او دهاوسنګ سکيم په نوم يې له هغوي څخه دلوټل شوو لکونو روپو دورکولو غوښتنه وکړه.