لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تحریک انصاف پوځي عدالتونه غزول غواړي خو اپوزیشن یې مخالفت کوي


د احسان عظیم مور و پلار، چې پوځي عدالت یې زوی ته په 2014م کال کې د مرګ سزا اورولې وه.
د احسان عظیم مور و پلار، چې پوځي عدالت یې زوی ته په 2014م کال کې د مرګ سزا اورولې وه.

اسلام اباد ــــ په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند مرکزي حکومت د ترهګرو د محاکمې لپاره د جوړو پوځي عدالتونو معیاد دوه کاله نور غزول غواړي خو حکومت مخالفه پیپلز ګوند ددغې پرېکړې د عملي کولو لپاره د دستوري بدلون په حق کې له ووټ اچولو انکار کړی دی.

په کال ٢٠١٤ کې د پېښور آرمي پبلک اسکول د خونړۍ پېښې وروسته د هغه وخت حکومت د ملي تګلارې د لاندې ترهګريز کېسونو په توندۍ سره فېصله کولو لپاره ځانګړي پوځي عدالتونه جوړ کړي وو.

په کال ٢٠١٧ کې واکمن مسلم لېګ نواز ګوند د مخالفه ډلو په ملاتړ د دستوري بدلون د لارې ددغو عدالتونو معیاد د نور دوه کاله لپاره غزولي وو چې د روانې میاشتې په شپږمه نېټه پای ته رسي.

د مطبوعاتي رپوټونو ترمخه په مرکز کې واکمن تحریک انصاف ګوند یو ځلې بیا ددغو عدالتونو معیاد د نور دوه کلونو لپاره غزول غواړي او په دې اړه حکومت دستوري بدلون په مسوده جوړولو لاس پورې کړی کوم چې به د منظورۍ لپاره پارلمان ته وړاندې کېږي.

د هېواد تر ټولو لوی حکومت مخالفه مسلم لېګ نواز ګوند لا تر دې دمه د دغه حکومتي پرېکړې د ملاتړ یا مخالفت په هکله څه غبرګون نه دی ښودلی خو بل یو حکومت مخالفه پېپلز ګوند دا ځل د پوځي عدالتونو د معیاد غزولو په حق کې ووټ ورکولو نه انکاري دی.

په وروستیو کې په اسلام آباد کې د خبریالانو سره خبرو کې د ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي وو چې دوی به د پوځي عدالتونو پر ځای د ساتلو مخالفت کوي.

له ډېوه رېډیو سره خبرو کې د پېپلز ګوند سره تړاو لرونکې د سېنېټ غړې بهره مند تنګي د پوځي عدالتونو په سر د خپل ګوند د اندېښنو پخلی کوي خو بيا وايي چې دستوري بدلون په حق یا مخالفت کې د ووټ اچولو په هکله ګوند لا تر دې دمه غوڅه پرېکړه نه ده کړې.

دا په داسې حال چې د پېپلز ګوند د لوړ رتبه قیادت په ضد د مالي درغليو په سر روان قانوني کاروایو له کبله د ګوند د حکومت او پوځ سره اړیکې ترېنګلې دي او پېپلز ګوند د هېواد د ټولو ادارو د احتساب غوښتنه کوي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې د شمېرو تر مخه په تېر څلور کاله کې پوځي عدالتونو د ترهګرۍ په پېښو کې ککړ 310 تنو ته د مرګ سزا اورولې چې پکې 56 تېزندۍ کړل شوي دي.

د آی اېس پي آر شمېرې ښايي چې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې جوړ پوځې عدالتونو 234 ترهګرو ته د عمربند یا نورې سختې سزاګانې اورولې دي.

د بشري حقونو تنظیمونه او ځنې سیاستمداران د ړومبۍ ورځې راهیسې دغه ځانګړي عدالتونو په جوړښت ټکونه کوي او دا د پاکستان په جمهورې او عدالتي نظام تور داغ بولي خو د پاکستان حکومت او پوځ د ترهګرۍ د مخنیوې لپاره د ځانګړو عدالتونو د وجود ملاتړ کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG