لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پښتین: ریاست مو تېر کال د غوښتنو منلو پر ځای د تحریک د ختمولو هڅې وکړې


واشنګټن ډي سي ـــ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، 2019م کال به د پښتنو پر خاوره یو ډېر مهم کال وي. هغه وایي تېر کال یې د تحریک پر ملګرو ډېرې ستړې تېرې شوې ځکه چې وایي دوی د خپلو حقونو لپاره په پراخه کچه خپل اواز پورته کړ، خو ریاست د دوی د غوښتنو د منلو پر ځای د دوی د تحریک د ختمولو هڅې وکړې.

"په دې تحریک کې په واڼه کې ډېر کسان زخمیان شول و وژل شول، په ډېره ملګرو مقدمې وشوې او جېلونه په ډک شول، یعنې زموږ د حق غوښتلو چې کوم اواز وو هغه ته د ریاست له خوا ډېر منفي جواب ورکړل شو".

منظور پښتین د وي.او.اې ډیوه له خبریال عدنان بېټني سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د دوی د تحریک کال پوره کېږي خو وایي ریاست د دوی د غوښتنو په برخه کې تر اوسه کومه سنجیدګي نه ده ښکاره کړې:

"په ریاست باندې یو څه فشار وو چې څه بې درکه خلک خپلو کورونو ته راغلل خو زموږ مطالبه دا وو چې دوی دې په آییني او قانوني توګه خوشي کړل شي، خو دوی په غیرآییني طریقه پرېښول".

د پاکستان پوځ وایي د پښتون تحفظ موومنټ اکثر غوښتنې اوس منل شوې دي. د پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور د دسمبر په 6مه یوې خبري غونډې ته ویلي وو، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ درې غوښتنې وې هغه پوره شوې دي او د دوی په غوښتنه په قبایلي سیمو کې 44 فیصده ماینونه پاک شوي دي، خو منظور پښتین دا خبره رد کړه:

"کله وایي دوې غوښتنې یې دي کله وایي درې دي، دومره د غفلت ښکار دي زموږ مطالبات یې هم تایید نه کړل چې دا پینځه دي. زموږ غوښتنه راو انوار ته سزا ورکول، خو په ریاستي توګه د هغه خوشي کېدو ته لاره جوړه شوه. د غیرعدالتي وژنو لپاره د ریښتیا سپړلو د کمېشن غوښتنه وه هغه نه ده منل شوې. ماینونه نه دي پاک شوي. له کومې پېښې وروسته د عامو خلکو وهل ټکول اوس هم شته".

پښتین وایي، دوی به د تېر کال غوندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او د احتجاجونو، جلسو او غونډو له لارې به تر هغه وخته د خپلو حقونو غوښتنه کوي، چې ریاست یې غوښتنې منلې نه وي. پښتین وایي تېر کال یې تحریک ډېر څه تر لاسه کړل:

"که د قامي اتفاق په حواله وګورو لویه لاسته راوړنه شوې ده، ځکه چې دلته به زموږ لوی لوی مشران شهیدان شول خو چا یې حساب هم نه کاوه، خو اوس چې په پښتون قام کې یو مزدور ته هم څوک لاس وروړي ټول قام پرې احتجاج کوي، اوس قاتلانو ته په دې خاوره مرګونه اسانه نه دي".

د پاکستاني پوځ ویاند د پښتون ژغورنې غورځنګ اوسنۍ احتجاجي تګلارې ته په کتو خبرداری ورکړی وو، چې دغه تحریک دې تر "سره کرښه" نه وړي که نه وي ریاست به مجبور شي چې په ضد یې ګام واخلي.

XS
SM
MD
LG