لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: په 2018م کال کې 35 ښځې د غیرت په نامه وژل شوې دي


کوټه ــــ په بلوچستان کې د ښځو د حقوقو لپاره مبارزه کوونکې غيردولتي موسسه عورت فاونډېشن وايي، په تېر 2018م کال کې په بلوچستان کې د ښځو په وړاندې د تشدد پېښو دوام درلود، چې وایي په نتیجه کې یې 35 ښځې د غیرت پر نامه وژل شوې دي.

د عورت فاونډېشن مشرعلاوالدين خلجی وايي، تېر کال "له جنورۍ څخه بيا تر دسمبر پورې په بلوچستان کط د ښځو د تشدد ټولې 145 پېښې شوې دي، 56 ښځې وژل شوي دي".

علاوالدين خلجی وايي، له سیند صوبې سره پر پوله باندې پرتو د بلوچستان په ضلعو کې د ننګ او ناموس د وژنې پېښې ډېرې زياتې دي، "51 ښځې او 25 نارينه د غيرت پر نامه وژل شوي دي، د ښځو او د نرو په شمېر کې ډېر لوی توپير ليدل کېږي".

د عورت فاونډېشن مشر وايي، تېر کال په صوبه کې "16 ښځو د کورنیو شخړو له سوبه ځانوژنه کړې، 21 ښځې په کورو کې وژل شوې دي، 13 ښځې تښتول شوې دي، څلور له جنسي ځورونې سره مخامخ شوې دي او پر دوو باندې تېزاب پاشل شوي دي".

عورت فاونډېشن وايي، دا يواځې د هغو پېښو شمېر دی چې خبري رسنيو رپوټ کړې دي، خو وایي کره شمېر به یې تر دې ډېر زيات وی.

د بلوچستان په ايتلافي حکومت کې ګډ د عوامي نېشنل ګوند د صوبایي اسمبلۍ غړې شاهينه کاکړ وويل چې دوی د ښځو د حقونو او پر دوی د تشدد د مخنيوي لپاره ږغ پورته کوي.

عورت فاونډېشن له حکومته غوښتنه وکړه چې د ښځو په ضد د تشدد د پېښو د مخنيوي لپاره دي قانون عملي کړل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG