لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې لوی درستيز جنرل د اشرف غني سره ليدلي، کابل د ټرمپ په څرګندونو سپيناوی غوښتی


د امریکې د پوځ لوی درستيز جنرل مارک میلی په کابل کې د افغان صدر اشرف غني سره ليدلي دي، دا ليدنه په داسې حال کې شوې چې صدر ټرمپ يوه ورځ وړاندې د افغانستان په جګړه کې د امريکا په هڅو نيوکې کړې وې.

امریکايي او افغان چارواکو پخلی کړی چې د اشرف غني او جنرل ميلی په ليدنه کې د افغانستان او سيمې په اړوند د امریکا په مثبتو هڅو خبرې شوي دي.

ارګ د دغه ليدنې په اړوند جاري کړي بيان کې ويلي،

"په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه دواړو لورو د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د ستراتېژۍ د مثبت تاثیر، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او پر خپل ځان د بسیاینې په خاطر د افغانستان د پلانونو په اړه بحث او خبرې وکړې".

ويل شوي ښاغلي غني په دې کتنه کې وویل، "افغان حکومت د اصلاحاتو په اړه لازمې پروګرامونه لري او پر مثبت لوري د حرکت په حال کې دی".

د اشرف غني مرستیال وياند صميم اصف په ټويټر ويلي، جنرل ميلي ويلي چې امریکا به د افغانانو په مشرۍ اود افغانانو په مالکيت د سولې د بهير ملاتړ کوي.

بل لور ته افغان حکومت د صدر ټرمپ د هغو څرګندونو په اړوند سپیناوی غوښتی چې پکې نوموړي ويلي ؤ روس ځکه په افغانستان یرغل وکړو چې د هلته نه د ترهګرو مخه ونیسي.

ارګ دغو څرګندونو ته په اعلاميه کې ويلي،

"د څرګندونو او د یوه هېواد د رسمي پالیسۍ ترمنځ توپير موجود وي، نو ځکه مونږ هم د یو لړ څرګندونو په اړه د امریکې متحدو ایالتونو د دوست هېواد له حکومت څخه د ډیپلوماټیکو لارو د یو شمېر پالیسیو په اړه وضاحت غوښتی او تمه لرو چې په نږدې راتلونکي کې به له موږ سره شریک شي".

امریکايي صدر د شورو، چهارشنبې په ورځ دغه څرګندونې کړې وې.

ارګ ويلي په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد يرغل امریکا، ملګرو ملتونو او د اسلامي هېوادونو اتحاد غندلی او د "متحدو ایالتونو ټولو جمهور رئیسانو، نه یوازې دا چې دغه یرغل غندلی؛ بلکې دوی د افغانانو د مقدس جهاد ملاتړي پاتې شوي دي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG