لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ:ایا له نیب پرته نور ټول پاکستان غل دی؟


دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي ښاغلي ثاقب نثار ددغه هیواد داحتساب محکمه یا نیب بېځایه دخلکو په سپکولو رټلې ده اؤ ویلي یې دي ایا له نیب پرته نور ټول پاکستان غل دی؟

د جمعې په ورځ اسلام اباد کې د روغتونونو په کموت دخپله انده دنوټس اخستلو د دوسیې اوریدنې په مهال مشر قاضي ویلي نیب یوازې په یوه عریضه دخلکو سپکاوي کوي،دنیب مشر ته دمحکمې د پخواني قاضي په توګه محکمې ته له حاضریدو استثنا ورکړل شوې ده ایا دهغه دغه استثنا دې ورلې ختمه نکړل شي.

په پاکستان کې دا مهال نیب دحکومت مخالفو یو شمیر سیاستمدارانو اؤ مهمو شخصیاتو په ضد مقدمې جوړې کړي اؤ مخالف سیاسي ګوندونه تور لګوي چې نیب د حکومت په لاسونو کې لوبیږي خو نیب دغه تورونه ردوي اؤ وایي دائین له مخې یوازې خپلې ورسپارل شوې ذمه وارۍ په بې پلوه ډول ترسره کوي.

هغه ویلي چرته چې هم دنیکۍ یا ښېګړې کار کیږي نو نیب پکې دخنډانو په راولاړولو دخلکو بدنامي وکړي ،ایا داسلام اباد د پرمختیایي ادارې سی ډي ای دپاره د محکمې امر مهم دی که د نیب.

هغه په دغه موقعه د نیب چئیرمین اؤ قانونی استازی خپلې قضایي خونې ته راوبلل اؤ پوښتنه یې وکړه چې دنیب دپلټنو څه معیار شته که نه؟

مشر قاضي وویل نیب دمحکمې د اوامرو سپکاوی پیل کړی دی اؤ په هره معامله کې هغوئ د پلټنو پیل کولو دلارې نظام ودروي ایا یوازې دنیب خلک پاک اؤ رېښتونې اؤ نور ټول پاکستان غل دی.

پر دغه مهال د صحت دمحکمې مرکزي سکتر محکمې ته ویلي په ترلایي کې د۲۰۰ کټونو د یو روغتون جوړولو تابیا نیول شوې خو خو داسلام اباد پرمختیایي د روغتون دپاره زمکه نه ورکوي.

د پرمختیایي ادارې وکیل محکمې ته ویلي چې سي ډي ای ځکه تر اوسه روغتون دپاره زمکه نه ده ورکړې چې نیب پلټنې پیل کړي دي.

په دغه مهال مشر قاضي ویلي چې تر سبا باید د روغتون دپاره زمکه وسپارل شي ګنې د اسلام اباد د پرمختیایي ادارې د مشر په ضد به دمحکمې دسپکاوي کارروایي وکړل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG