لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: د حکومت د تړلو برخو پرانستو خبرې نه دي کاميابې شوي


د صدر ډانلډ ټرمپ د انتظاميې لوړ پوړو چارواکو او په کانګرېس کې د ډېموکرېټ ګوند د استازو ترمنځ د حکومت په تړلو برخو پرانستو خبرې بې پايلې ختمې شوي دي.

د مېکسيکو سره د ديوال جوړولو په لانجه د حکومت ځينې برخې د دوه اوونيو نه تړلی پرتې دي، خو ويل شوي د اتوار په ورځ به په دغه اړوند بیا خبرې کيږي.

صدر ټرمپ د مېکسيکو په پوله د ديوال جوړولو دپاره د پينځه ؤ نه تر شپږ اربه ډالره غواړي خو ډېموکرېټ چې د استازو په اېوان کې ډېر دي روانه اوونۍ يې يوه مسوده منظور کړې خو د ديوال جوړولو دپاره د اضافي پېسو منظوري يې نه ده ورکړې.

ټرمپ ويلي د ديوال جوړولو د پېسو د منظورولو پورې به په دې قانوني مسوده لاسليک نه کوي.

د خالي، شنبې په ورځ غونډه کې د ډېموکرېټس سره خبرې د مرستيال صدر مایک پنس په مشرۍ کې شوي دي.

د سپينې ماڼۍ موقتي چيف اف اسټاف مک ملوني سي اېن اېن ته ويلي، په ليدنه کې کوم خاص پرمختګ نه دی شوی.

د ډېموکرېټ ګوند يو سلاکار چې د ليدنې په اړوند يې مالومات درلوده ویلي يې دي ډېموکرېټ په انتظامیه ټينګار کړی چې د حکومت تړلې برخې پرانيزي.

او تر څو پورې چې حکومتي برخې تړلې پرتې وي د پولې د امنيت په لانجه پرمختګ نه شي کېدی.

د امریکايي حکومت د ځينې برخو تړل کېدو (شټ ډاؤن) له سببه د مرکزي حکومت اته لاکه کارګرو ته اجرت نه ورکړی کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG