لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پکتیکا:دمائن چاودنه کې ۶کسان وژل شوي،۶ژوبل


دافغانستان په پکتیکا ولایت کې د مائن چاودنې له امله د دؤؤ ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي دي.

د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمود ارین خبریالانو ته ویلي دغه چاودنه د دوشنبې په سحر په جانخیلو ولسوالۍ کې هغه وخت وشوه کله چې دسیمې خلکو یو مائن وموندلو اؤ دهغې د شنډولو هڅه یې کوله .

هغه ویلي په چاودنه کې ژوبل شوي کسان د درملنې دپاره د زرغون ښار ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي.

سرچینې وایي په ژوبلو کې هم د څه کسانو حالت نازک دی چې له دې امله د مړو شمیر کې د اضافې اندېښنه ده.

په افغانستان کې تر دې وړاندې هم په زرګونو دمائنونو چاودنې شوې چې پکې په زرګونو کسان مړه شوي اؤ ژوبل شوي دي خو په دې وروستیو کې د سړک په غاړه دښخو مائنونو دچاودنو پېښو کې زیاته اضافه شوې ده.

دمائنونو شنډونکې نړیوالې ادارې له مخې دافغانستان په په بیلابیلو سیمو کې د شوروي دجګړې اؤ هغې نه راپدیخوا دکورنیو جنګونو په مهال بې شمیره داسې مائنونه ښخ کړل شوي چې هیچاته نه دی معلوم اؤ زیاتره مهال ددغه ړندو مائنونو ښکار عام ولسي وګړي جوړیږي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG