لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیمې او نړۍ مهم خبرونه


د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن نن د ګل یا دوشنبې په ورځ له ترکي چارواکو سره په دې خبرې کوي چې ترکي ځواکونه به په کردي جنګیالیو باندې چې له امریکايي ځواکونو سره متحدين پاتې شوي بریدونه نه کوي.

ترکیې ته د بولټن سفر یو ورځ وروسته له هاغې ترسره کېږي چې بولټن وویل، له سوریې څخه د ۲۰۰۰ امریکايي سرتېرو د وتلو له شرایطو څخه یو دا هم دی چې هغه کردي جنګیالي به ژغورل کېږي کومو چې له امریکا سره په سوریه کې د داعش په وړاندې جګړه کې مرسته کړې ده.

ترکیه په سوریه کې مېشت کردي جنګیالي د ترکیې د کردستان کارګر ګوند یا پي کې کې سره تړلي کسان بولي هغه ډله چې د ترکیې په جنوب ختیځ کې یې د اوږدې مودې راهیسې تاوتریخوالي ته لمن وهلې.

------------------

د امریکا او چین مذاکره کونکي نن د ګل یا دوشنبې په ورځ په پېکنګ کې د سوداګرۍ په اړه په داسې حال کې له یو او بل سره خبرې کوي چې د نړۍ دغه دوه ستر اقتصادي هېوادونه هڅه کوي په خپلو کې د ټکسونو د لوړولو جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

دغه خبرې به دوه ورځې دوام ولري او دواړو خواوو ددغو خبرو د پایلو په اړه خوشبیني څرګنده کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ تېره اونۍ ویلي وو چې دی فکر کوي له چین سره به یو تړون ته ورسېږي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند لو کنګ ویلي دی مذاکره کونکي به رغنده او مثبتې خبرې ولري.

--------------

مصري چارواکي وايي، د پولیسو یو افسر په پلازمېنې قاهرې کې هغه مهال ووژل شو کله چې پرې هغه بم والوته د کوم د شنډولو هڅه چې یې کوله.

چارواکي وايي، لږ تر لږه دوه نور پولیس په دغې پېښه کې ژوبل شوي هم دي.

دغه پېښه په داسې وخت کې رامنځ ته شوې چې د مصر عیسویان د ګل یا دوشنبې په ورځ د کرسمس د لمانځلو لپاره تیاری نیسي.

تر اوسه هېچا د پېښې پړه په غاړه نه ده اخیستې خو داعش ډلې په مصر کې د عیسویانو پرضد د یو شمېر بریدونو مسولیت تر دې مخکې منلی دی.

------------------

د تایلنډ د کډوالۍ یا امېګرېشن پولیس وايي، دوی به هغه ځوانه سعودۍ انجلۍ په زور سره بېرته سعودي عربستان ته و نه لېږي کومې چې په تایلېنډ کې له یوې دمې وروسته غوښتل اسټرالیا ته د پناه غوښتنې لپاره وتښتي.

پولیسو د ګل یا دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، راحت محمد اکنن ته به اجازه ورکړل شي چې د ملګروملتونو له چارواکو سره وګوري.

دغه ۱۸ کلنه جینۍ هغه مهال له کوېټ څخه تښتېدلې چې کورنۍ یې په رخصتیو باندې وه.

نوموړې د هوايي ډګر په یوه هوټل کې خونه نیولې او په ټویټونو کې یې لیکلي چې تر هغو به له خپلې کوټې څخه و نه وځي تر څو ورسره د ملګروملتونو کوم کس نه وي لیدلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG