لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

۱۸ کلنه تښتېدلې سعودۍ انجلۍ ولې بېرته خپل هېواد ته نشي تللای؟


راحت محمد
راحت محمد

واشنګټن: د تایلېنډ چارواکي وايي، هغه ۱۸ کلنه سعودۍ انجلۍ چې غوښتل یې استرالیا ته پناه یوسي، په پلازمېنې بنکاک کې تر نیول کېدو وروسته اوس د ملګروملتونو د کډوالو د چارو له ادارې سره ده.

اغلې راحت محمد په تایلېنډ کې پولیسو ته ویلي، هغه بېرته خپل هېواد ته نشي تللاي ځکه هرو مرو به ووژل شي.

"زه یواځې دومره غواړم چې ژوندۍ پاتې شم. زما کورنۍ ډېره تنګ نظرې ده. زه یې یواځې د وېښتانو د کمولو له امله شپږ میاشتې په یوې کوټه کې بندي کړې وم. زه سل فیصده باوري یم چې په سعودي کې له زندان څخه تر وتلو ژر وروسته به دوی ما ووژني"

دغه ۱۸ کلنه جینۍ هغه مهال په کوېټ کې له خپلې کورنۍ څخه وتښتېدله چې کورنۍ یې په رخصتیو باندې بوخته وه.

راحت محمد القونن د شنبې یا خالي په ورځ تایلېنډ ته له رسېدو سره سم د هوايي ډګر د یوه هوټل خونه نیولې وه او په ټویټونو کې یې لیکلي وو چې تر هغو به له خپلې کوټې څخه و نه وځي تر څو ورسره د ملګروملتونو کوم استازي نه وي لیدلي.

وروسته بیا د تایلنډ د کډوالۍ یا امېګرېشن پولیسو وویل، چې دوی به دغه تنکۍ ځوانه سعودۍ انجلۍ په زور سره بېرته سعودي عربستان ته و نه لېږي.

د تایلېنډ پولیسو د ګل یا دوشنبې په ورځ خبریالانو ته دا هم وویل، چې دوی راحت محمد القونن ته اجازه ورکړه چې د ملګروملتونو له استازو سره وګوري.

پولیسو ویل، له نوموړې سره نه پاسپورټ شته او نه هم پېسې لري.

اغلې راحت ویلي چې له رسېدو سره سم ورڅخه سعودي او کویټي چارواکو پاسپورت اخېستی دی. د نوموړې دغه ادعا د بشري حقونو د ادارو لخوا هم تایید شوې ده.

که په سعودي عربستان کې کومه انجلۍ له کوره وتښتې نو اکثره وخت د کورنۍ د عزت په نامه بیا وژل کېږي.



بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG