لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:هیڅ هیواد سره دائمي دوستي اؤ دښمني نه لرو


دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي افغانستان دهیڅ یو هیواد سره دائمي دوستي اؤ دښمني نه لري بلکې دخپلو ملي ګټو په اساس ګامونه اخلي اؤ په دې هرڅوک پوهیږي چې دافغانستان دپاره نه بلکې دټولو دپاره مهم دی.

هغه دافغانستان د ۳۴ ولایتونو د ازادو خبریالانو غونډې ته پخپله وینا کې د څلوېښت کلن کړکیچ او جنګ د پائ ته رسولو لپاره د سولې د فرهنګ ایجاد مهم وباللو او وئ ویل مونږ پایداره سوله غواړو او په دې برخه کې هر ډول قربانۍ ته چمتو یو

په دې وروستیو کې افغان دولت دامریکا اؤ پاکستان په مرسته طالبانو سره دسولې هڅې پیل کړي دي خو طالبان وایي ترڅو چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتلي نه وي هغوئ به افغان دولت سره د سولې خبرو ته نه کښیني.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ د بیان له مخې ولسمشر ټینګار وکړو چې د سولې عمده نکتې باید په ملي بحث بدلې شي اؤ مونږ داسې بدلون غواړو چې د دایمي ثبات او هوساینې لامل شي.

د ولسمشر غني وینا وه د مسئول، ځواب ویونکي او په قانون ولاړ ولسواک دولت ایجاد زمونږ ملي مسوولیت دی او د ثبات موضوع باید په اساسي توګه حل کړو او د هیواد د اصلي مالکانو په توګه مسوولیت ومنو

هغه له خبریالانو څخه وغوښتل چې د خپلو امنیتي مسایلو په اړه مشخص وړاندیزونه دې د ملي امنیت سلاکار سره شریک کړي

ولسمشر غني د نظام د مشروعیت او د سولې پروسې په برخه کې د ولسمشر د قانوني صلاحیتونو د اعمال لپاره پر وخت د ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار وکړو اؤ دایې هم وویل چې د فساد ضد مبارزه حیاتي او د ولس مهمه غوښتنه ده، نو غل، غاصب او فاسد چې هیڅ قوم ته منسوب نه دی، دوی ته دې قومي بیمه نه ورکول کېږي.

په دغه غونډه کې عبدالبصیر حقجو، وږمې توخۍ، فرهاد جویا او سیمین صدف د خبریالانو د ملي ناستې دبېلابېلو ګروپونو په استازیتوب په افغانستان کې د رسنیز تحول، د خبریالانو د عمده ستونزو، جمعي رسنیو او ټولنیزو شبکو، رسنیو او عامه افکارو په اړه خپل نظریات، وړاندیزونه، ستونزې او حل لارې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG