لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان احتساب اداره وایي د حکومت له خوا ورباندې هیڅ فشار نه شته


اسلام اباد ـــ په پاکستان کښې د احتساب ادارې يا نېب مشر جسټس ريټايرډ جاويد اقبال ويلي دي د دوی په اداره هيڅ قسمه فشار نشته او دا د وزيراعظم پر ضد هم تحقيقات کولای شي.

چېرمېن د حکومتي وزيرانو هغه بيان هم رد کړی دی چې گنې د وزيراعظم پر ضد د نېب د کاروایو له وجې د وزيراعظم بې توقيري شوې ده.

په لاهور ښار کښې ميډيا سره خبرو په وخت د نېب مشر ويلي دي، وزيراعظم ته د نېب له خوا هيڅ معفيت نشته او د دوی پر ضد هم تحقيقات کېدای شي او د دغو تحقيقاتو مطلب د وزيراعظم عمران خان بې توقيري نه بلکه هغه ته عزت ورکول دي ځکه چې وزيراعظم عمران خان خپله وايي د بډو رشوتونو ختمول د دوی د حکومت وړمبی کار دی.

جسټس جاويد اقبال وايي د نېب له خوا د وزيراعظم پر ضد تحقيقات د وزيراعظم بې توقيري نه ده که چرې د مخالفو ډلو مشر احتساب ادارې ته وړاندې کېدای شي نو وزيراعظم ولې نه.

د چېرمېن وينا وه د دوی په ادارې د حکومت له خوا څه فشار نشته او که چرې وي هم نو و به یې نه مني.

د نېب چيرمين دا بيان په داسې حال کې ورکړی دی چې څو ورځې وړاندې د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چودهري د نېب له خوا د وزيراعظم پر ضد د سرکاري هيلي کاپټر د استعمال په قضيه سخت تنقيد کړی وو او وزيراعظم نه تحقيقات يې د دوی سپکاوی ګڼلی وو.

په نېب ادارې اکثر مخالف سياسي گوندونه دا تورونه لگوي چې د دوی پر ضد دا اداره انتقامي کاروایۍ کوي، خو د حکومتي وزيرانو پر ضد يې نرمه رويه خپله کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG