لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد کې به دافغاني اؤ پاکستاني دیني عالمانو ګډ کانفرنس جوړیږي


دافغانستان دسولې شورا ویلي د دیني علماؤ ترمنځ دګډې ناستې د جوړیدو ژمنه دسولې سیمه ییزې اجماع لپاره د جمهور ريیس د ځانګړي استازي عمر داودزي په مشرۍ دافغان حکومت له پلاوي سره په پاکستان کې شوې ده.

دسولې عالي شورا ویلي د عمر داودزی په مشرۍ دافغان حکومت پلاوي په خپل سفر کې دپاکستان له حکومتي چارواکو ،سیاسي او مذهبي مشرانو او داسلامي نظریاتي کونسل یا شورا مشر ډاکټر قبله ایاز سره پر افغان سولې بحث خبرې کړي دي.

د دې شورا ویاند احسان طاهري وائس اف امریکا ډيوه سره خبرو کې ویلي، د دې لیدنو پرمهال دافغان اوپاکستاني عالمانو ترمنځ دیوې ګډې ناستې په جوړیدو هم بحث و شو او ژمنه شوې چې په نزدې راتلونکي کې به اسلام اباد دافغانستان او پاکستان د دیني علماؤ دیوې ګډې ناستې کوربتوب وکړي.

خو هغه پخپلو خبرو کې واضحه نه کړه چې دغه کانفرنس به کله جوړ شي.

طاهري ووویل هغه ځانګړې ناسته چې ډاکتر قبله ایازسره ترسره شوه پکې د افغانستان اوپاکستان ددیني عالمانو د ګډې ناستې په جوړیدو بحث وشو.

هغه وویل "باید ددې ناستې د جوړیدو نیټه په مخکینو ژمنو کې ځانګړې شوې وه خو دپاکستان مرسته په دې برخه کې کمه وه خو اوس ژمنه وشوه چې تیرې کړنې به نه تکراریږي اوعملي اقدام به اخستل کیږي"

د سولې دشورا ویاند وویل راتلونکي کې د افغانستان اوپاکستان د دیني عالمانو ترمنځ په اسلام اباد کې دیوې سترې ناستې پرجوړیدو هوکړه وشوه

دسولې سیمه ییزې اجماع لپاره د جمهور محمد اشرف غني ځانګړۍ استازي او دسولې د دالانشاء مشر عمر داود زي په مشرۍ دافغان حکومت د پلاوی څلور ورځنۍ سفرپه پاکستان کې نن (جمعه)ته رسیږي.

دافغان سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد هم دافغانستان په ګډون دسیمې څلورو هیوادونو ته خپل سفر له هند څخه پیل کړی دافغان سولې په تړاو یې له هندي چارواکو سره خبري کړي دي.

دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ویلي ټاکل شوې زلمی خلیلزاد له هند وروسته چین پاکستان،او افغانستان ته سفر وکړي ترڅو په سوله کې دسیمې دهیوادونو ملاتړ ترلاسه شي.

دهیواد دملي امنیت شورا ویاند طارق ارین وايي دملي امنیت د شورا مشر حمد الله محب چین ته سفر کړی او نوموړی به د چین له چارواکو سره دسولې په اړه خبرې او بحث ولري.

ارین وویل"د چین پلازمینې بیجینګ ته په شوي سفر کې ټاکل شوې چې دملي امنیت دشورا مشرددې هیواد له جیګپوړیو چارواکو سره دامنیتي همکاریو په پراختیا او دافغانانو په مشری دسولې په پروسې بحث او خبرې کوي"

د ولسي جرګې غړی نصرت موسی وايي،دافغانستان په سوله کې دسیمې دهیوادونو همکارۍ اړینه ده او دګاونډیو او دسیمې د هیوادونو له مرستې پرته دافغانستان دسولې لپاره پیل شوې هڅې هغه مهال مثبته پایله لرلی شي چې دا هیوادونه دسولې په پروسه کې خپل رغنده او ریښتونی رول ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت ویلي دافغان سولې لپاره نړیواله اجماع رامنځته شوې او د سیمه ییزې اجماع رامنځته کیدل یې دسولې لپاره یو له مهمو اړتیاو څخه ګڼلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG