لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راپور:داعش په ۲۰۱۸م کال کې خپل بریدونه۹۰ فیصده زیات کړي وؤ.


په افغانستان او نړۍ کې دملکي خلکو د وژنې د پیښو په تړاو په خپل یو راپور کې ګارډین ورځپاڼې لیکلي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د ولسي خلکو په وژنه کې د ۲۰۱۷ کال په پرتله ۳۶ فیصده زیاتوالي راغلی دی.

د ورځپاڼې د راپورپه اساس په تیر میلادي کال کې دبیلابیلو امنیتي او ترهګریزو پیښو پرمهال چې په افغانستان کې رامنځته شوي۴۲۶۰ تنه عامو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله رسیدلې وه

خو ددې رسنۍ د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې بیا ۳۱۱۹ ملکي کسان په ګنو امنیتي پیښو کې مړه او ټپیان شوي و.

ګارډین په تیرمیلادي کال کې ولسي خلکو ته درسیدلو تلفاتو لاملونه هم په ډاګه کړي او ویلي یې دي چې په افغانستان کې عاموخلکو ته ۷۸ فیصده اوښتې مرګ ژوبله په چاودیدونکو توکو او ۶۲ فیصده په ځانمرګو بریدونو کې اوښتې ده.

ورځپاڼه پخپل راپور کې وایي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې دهوايي بریدونو پرمهال هم په افغانستان کې ملکي خلکو ته اوښتې مرګ ژوبله د وړم کال په مقایسه دوه برابره زیاته وه.

ورځپاڼې ویلي په تیر میلادي کال کې دهوايي بریدونو پرمهال ۴۶۳ تنه عام خلک وژل شوي، په داسې حال کې چې له تیر کال څخه وړاندې په ورته هوايي بریدونو کې ۲۳۸ تنه وژل شوي و.

همدا راز دې نړیوالې ورځپاڼې په خپل راپور کې د داعش ډلې لخوا په افغانستان کې دشوؤ بریدونو په تړاو هم معلوماتو ته ځای ورکړی او ویلي دي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې دې ډلې د ۲۰۱۷ کال په پرتله ۹۰ فیصده په بریدونو کې زیاتوالی راوستی و.

ګارډین ورځپانې په نړۍ کې عامو ولسي خلکو ته په تیر ۲۰۱۸ میلادي کال کې درسیدلو تلفاتوپه اړه هم شمیرې راغونډې کړي او ویلي چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله په تیر ۲۰۱۸ کې دملکي خلکو تلفات کم و.

دبرتانوي ورځپانې په قول په تیر ۲۰۱۸ کال کې په ټوله نړۍ کې ۲۲۳۳۵ تنه خلک وژل شوي او یاهم ټپیان شوي دي په داسې حال کې چې دعامو ولسي خلکو دمرګ ژوبلې کچه په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ۳۱۹۰۴ تنو ته رسیدلې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG