لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دعمران خان خور دهسپتال په خیراتي پیسو دهیواد نه بهر جائیدادونه اخستي؟


دغبن په پېسو دهیواد نه بهر د جائیدادونو جوؤلو د تورونو سره مخ دپاکستان د وزیراعظم خور علیمه خان وایي هغې دغه جائیدادونه اؤ پنګې دشوکت خانم هسپتال دخیراتونو په پیسو نه بلکې دقانوني لارې اؤ دخپل روزګار په پېسو جوړ کړي دي.

دپاکستان دحکومت لخوا پخپلو سیاسي مخالفینو دغبن دتورونو لګولو اؤ د پخواني وزیراعظم نوازشریف په ګډون دیو شمیر سیاسي مشرانو زندانونو ته دلیږل کیدو نه وروسته دعمران خان دمخالفینو لخوا داسې تورونه مخې ته راغلي چې دهغه خور علیمه خان هم دهیواد نه بهر په ناقانونه ډول جائیدادونه جوړ کړي اؤ دخلکو له نظره یې پټ ساتلي دي.

دمخالفینو تورونه

دعمران خان مخالفین دا تورونه هم لګوي چې علیمه خان په دوبۍ اؤ نیوجرسي کې جائیدادونه په هاغو پیسو اخستي چې خلکو نه یې دشوکت خانم کینسر هسپتال جوړولو په نوم په چندو اؤ خیراتونو کې راټولې کړې وې.

د اتوار په ورځ په سیاسي چارو کې د وزیراعظم عمران خان معاون نعیم الحق میډیا ته ویلي وؤ چې علیمه خان ته پیغام ورکړل شوی چې دخپلو جائیدادونو معامله باید سپینه کړي.

د وزیراعظم دمعاون ددغه څرګنډونو نه وروسته د عمران خان خور د ګل په ورځ مطبوعاتو ته دسپیناوي په یو بیان کې ویلي دي چې په هغې لګول شوؤ دې تورونو کې هیڅ صداقت نشته ځکه چې دشوکت خانم هسپتال دپاره د راټولو شوؤ پیسو حساب کتاب یا اډټ دیو نړیوال اډټ فرم څخه په تواتر سره کیږي.

دعمران خان خور پېسې له کومې کړې؟

هغې ویلي دتیرو ۲۰کالو راهسې دکپړو یا ټوکو یو ستر کاروبار لري اؤ په نړیواله کچه هر کال شا وخوا د دوؤ اربو روپو ټوکي خرڅوي.

هغې ویلي د دوبۍ دجائیداد یې په قانوني ډول دبانکي نظام دلارې اخستی اؤ په دغو پیسو کې یې د دوبۍ بانک څخه یو څه پور هم اخستی ؤ.

دامریکا په نیوجرسي کې دخپل جائیداد په اړوند هغې ویلي چې دغه جائیداد یې په۱۴ کروړه اؤ پینځه لکه اخستی اؤ دپیسې یې ورته دبانک دلارې لیږلي چې دبانک نه یې پکې پور هم اخستی.

هغې ویلي چې نیوجرسي کې یې جائیداد د کاروباري موخو دپاره اخستی اؤ په دغه جائیداد یې دقانون مطابق ټیکس ورکړی اؤ هغه یې ښودلی هم دی.

نړیوال مطبوعات وایي علیمه خان امریکا کې جائیداد په کال۲۰۰۴م کې اخستی ؤ خو دکال۲۰۱۷م دجون میاشتې پورې یې دپاکستان دټیکسونو محکمې نه دا جائیداد پټ ساتلی ؤ.

د هیواد نه دباندې د وزیراعظم دخور دجائیدادونو معاملې وروسته له هغې مطبوعاتو کې زور ونیولو چې کله د عمران خان په حکومت کې پخوانی وزیراعظم نوازشریف هیواد نه دباندې دناقانونه پیسو دلارې دجائیداد اخستلو په تورونو ونیول شو

XS
SM
MD
LG