لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: اپوزیشن ګوندونه د حکومت په ضد یوه شریکه تګلاره جوړوي


اسلام اباد ـــ په پاکستان کښې اپوزیشن ګوندونه په راتلونکي کښې د حکومت په ضد یوه شریکه تګلاره خپلولو باندې صلاح شوي دي.

بل خوا وزیراعظم عمران خان تور لګوي چې د مخالفه ګوندونو غرض د بډو رشوتونو سره تړلې قضیو په سر د حکومت نه بخښنې یا این ار او کولو لپاره فشار اچول دي.

تېر کال د جولای میاشت کښې په مرکز او پنجاب او خېبر پښتونخوا صوبو کښې واک تر لاسه کولو نه تر دې دمه د واکمن تحریک انصاف ګوند د مخالفه ګوندونو سره اړیکي ترینګلي دي.

د دغه تاوجنه ماحول په ترڅ کښې نن د مخالفه ډلو د مشرانو یو مهمه غونډه ملي اسمبلۍ کښې د حکومت مخالفه ګوندونو د مشر شهباز شریف په مشرۍ کښې شوې چې پکښې د پېپلز ګوند آصف زرداري او د عوامي نېشنل ګوند د ملي اسمبلۍ غړي حیدر هوتي په شمول د بېلابېلو ګوندونو سره تړاو لرونکو پارليماني غړو ګډون درلود.

د سرچینو تر مخه غونډې ته په خپله وینا کښې حيدر هوتي مخالفه ګوندوته نه یواځې د پارلیمان دننه خو بهر هم د را یو ځای کېدلو سپارښتنه کړې او آصف زرداري هم د حکومت په ضد د را پاڅېدو غږ کړی.

دا په داسې وخت چې د هېواد تر ټولو لوی حکومت مخافه مسلم لیګ نواز ګوند مشر او پخوانی وزیراعظم نواز شریف د احتساب عدالت په امر د ناجایزه اثاثې لرلو په تور زندان ته اچول شوی دی.

او د سپریم کورټ د امر باوجود حکومت د پیپلز ګوند شریک مشر بلاول بوټو نوم د سفري بندیزونو د نوملړ نه د ایستلو نه انکاري دی.

د مخالفه ګوندونو د مشرانو غوڼده کښې د گډون په وخت مېډیا سره خبرو کښې بلاول بوټو ویلي چې حکومت له تر اوسه دوی سره په دې اړه تماس نه دی نیولی خو د بلاول بوټو په وینا د دوی لپاره به د دغو ځانګړو عدالتونو معیاد غزولو په اړه خپل ووټ ورکول ډېره ګرانه وي.

بل خوا وزیر اعظم عمران خان په مخالفه ګوندونو باندې تور لګولی چې دوی د ناجایزه اثاثې د قضیو نه بچ کېدلو لاره غواړي او د دې لپاره په حکومت فشار اچوي.

د ټویټر د لارې په خپل بیان کښې وزیر اعظم د مخالفه ګوندونو په کردار سخت ټکونه کړي دي او دا یې د پارلیمانې او جمهوري نظام لپاره زیان ګرځولی.

خو شهباز شریف او زرداري د عمران خان دغه دعوې ردوي او د اپوزیشن ګوندونو سیاستمداران دریځ لري چې نه دوی د حکومت نه این ار او غواړي او نه وزیر اعظم عمران خان د داسې کولو واک لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG