لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسولې مشري به دافغانانو په غاړه وي،دخلیلزاد اؤ افغان دولت اتفاق


افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي دافغانستان ولسمشر اشرف غني اؤ نورو مهمو لوړ پوړو دولتي چارواکو اؤ سیاسي مشرانو سره لیدلي اؤ هغوئ یې هند،چین اؤ متحده عرب اماراتو ته دخپلو وروستیو سفرونو د موخو اؤ طالبانو سره دسولې په لړ کې دامریکا دهلو څلو څخه خبر کړي دي.

زلمی خلیل دچین له سفر وروسته پرون(سه شنبه)کابل ته رسیدلی ته رسیدلی اؤ په صدارتي ماڼۍ کې یې ولسمشر اشرف غني اؤ نورو چارواکو سره اوږده لیدنه کړې ده.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې په دغه کتنه کې د ولسمشر لمړی مرستیال سترجنرال عبدالرشید دوستم، دویم مرستیال استاد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، طالبانو سره د حکومت د مذاکراتي ډلې غړو، ځینې ملي شخصیتونو او د سیاسي ګوندونو مشرانو هم ګډون درلود.

دکتنې په مهال ښاغلي خلیلزاد وویل د سیمې هېوادونو ته یې د وروستیو سفرونو موخه د افغان سولې پروسې د پیلولو لپاره د سیمهییزې اجماع رامنځته کول وو او د کابل له سفر وروسته به دغو سفرونو ته دوام ورکوي.

په ناسته کې دغونډې برخه والو طالبانو سره د سولې په اړوند د امریکایي استازي څخه ځېنې مهمې پوښتنې هم کړي چې زلمي خلیل زاد دغو پوښتنو ته ځوابونه ویلي دي.

تر اوسه چې دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ دسولې په اړوند څومره خبرې شوي دمذاکراتو دپاره دافغان دولت لخوا ټاکل شوې ډله ددغه خبرو څخه بهر ساتل شوې اؤ افغان دولت په دې عمل سختې اندېښنې ښودلې دي.

طالبان په پرله پسې ډول افغان دولت سره مخ په مخ د سولې دخبرو نه انکار کوي اؤ دریځ یې خپل کړی چې دافغان جګړې اصل لوری امریکا ده ځکه نو یوازې امریکا سره دسولې خبرې پرمخ وړل غواړي.

خو دافغان صدارتي ماڼۍ په بیان کې راغلي چې زلمي خلیلزاد سره لیدنه کې افغان دولتي چارواکي اؤ امریکایي استازی په دې خبره متفق شوي چې دسولې دخبرو مشري به دافغانانو په لاس کې وي.

په دې کتنه کې ولسمشر محمداشرف غني د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د پیلولو په خاطر د زلمي خلیلزاد هڅې وستایلې وې ویل، په افغانستان کې دننه د سولې د راوستو پر سر بشپړه اجماع موجوده ده.

سرچینې وایي کابل ته له سفر وورسته به زلمی خلیلزاد داسلام اباد سفر هم وکړي اؤ پاکستاني دولتي اؤ پوځي چارواکو سره به افغانستان کې دسولې په روانو هلوځلو خبرې وکړي.

تر دې وړاندې تیره میاشت هم زلمي خلیلزاد اسلام اباد ته سفر کړی ؤ اؤ دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه یې افغانستان کې په سوله خبرې کړې وې.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان د وړاندې نه واضحه کړې ده چې پاکستان به دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ سوله کې همکاري کوي خو څېړونکي وایي چې پاکستان کې دافغانستان په اړوند د پرېکړو اصل واک دحکومت پځائ پوځ په لاس کې لري همدغه لامل دی چې دا ځل افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا استازی زلمی خلیلزاد د پاکستان د پوځ سرلښکر سره هم جوختې رابطې لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG