لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له سعودي تښتېدلې نجلۍ وایي غواړي د ښځو د ازادۍ لپاره مبارزه وکړي


واشنګټن ـــ د سعودي عربستان اتلس کلنه عربه نجلۍ رهف محمد القنون چې له ښځو سره د ناوړه چلند پر سر تازه له خپل هېواده تښتېدلې او په وروستیو کې یې د نړۍ پام ځان ته اړولی وایي، غواړي په ټوله نړۍ کې د ښځو د ازادۍ لپاره کار وکړي.

رهف اوس په کېنېډا کې ژوند پیل کړی او وایي هلته به د نورو کېنېډا مېشتو ښځو غوندې عادي ژوند کوي، خو وایي لومړی کار به یې دا وي چې انګرېزي ژبه زده کړي.

القنون وایي دې غوښتل ازاد ژوند وکړي او د خپلې خوښې د ژوند ملګری وټاکي او د کار اجازه ولري، خو کورنۍ یې اجازه نه ورکوله او ناوړه چلند یې ورسره کاوه، ځکه نو دې اسلام پرېښوو او له سعودي وتښتېدله.

القنون څو ورځې وړاندې له سعودي د کویت په لارې تایلېنډ ته ورسېده، چې غوښتل یې له هغه ځایه اسټرېلیا ته لاړه شي او هلته پناه واخلي، خو د بنکاک پولیسو ونیوله او بیرته یې کویت ته لېږله چې خپلې کورنۍ یې ورته انتظار کاوه، ځکه نو دې د هوایي ډګر په د هوټل په کوټه کې ځان بندي کړ او د ټویټر له لارې یې له نړیوالو غوښتنه وکړه، چې د دې ژوند و ژغوري ځکه چې وایي که بیرته ولېږل شي کورنۍ به یې دا و وژني.

د جنورۍ په 12مه هغه له بنکاک څخه کېنېډا ته ورسېده او د ملګرو ملتونو په غوښتنه ورته په دې هېواد کې پناه ورکړل شوه. د کېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو رسنیو ته ویلي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې په غوښتنه یې مېرمن القنون ته پناه ورکړه.

تېره ورځ القنون خبري غونډې ته په وینا کې د کېنېډا د حکومت او د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د ادارې یو این ایچ سي آر مننه وکړه، چې وایي په کېنېډا کې یې دې ته پناه ورکړه. القنون ځان نېکمرغه وګانه خو وایي یو شمېر سعودي مېرمنې په دې نه دي بریالۍ شوې چې پخپل هېواد کې له دوی سره له کېدونکي ناوړه چلنده وتښتي.

القنون سي بي سي ټیلیویژن ته وویل، د خپلو وېښتانو د پرې کولو له کبله شپږ میاشتې پخپل کور کې بندي ساتل شوې وه. هغه وایي له سعودي نجونو سره د غلامانو غوندې چلند کېږي.

که څه سعودي عربستان دعوه کوي چې په تېرو کلونو کې یې د ښځو د ازادۍ په برخه کې یو لړ اقدامات کړي، چې هغوی ته یې د موټر چلولو اجازه ورکړې، خو د بشري حقونو فعالین وایي چې سعودي مېرمنې ډېرې ازادۍ نه لري او له نارینه پرته سفر نه شي کولای.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG