لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ورکو بلوڅانو لپاره د لسو کلونو احتجاجي کېمپ د حکومت په ډاډ د دوو میاشتو لپاره وتړل شو


کوټه ـــ د ورکو بلوچو لپاره مبارزه کوونکی ماما قدیر بلوڅ وایي، په کوټه کې یې له څو کلونو لګولې احتجاجي خېمه د دوو مياشتو لپاره وتړله، خو وایي که یې غوښتنې ونه منل شي بيرته به په احتجاج لاس پورې کړي.


د وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز تنظيم مرستيال ماما قدير بلوڅ پر دې موقع رسنيو ته وويل، چې د هدفي وژنو، د مسخ شویو لاشونو لړۍ دې بنده شي او ورک خلک دې وموندل شي، که داسي وشي دوی به له احتجاجه لاس واخلي.

ماما قدير وويل د دوو مياشتو لپاره يې د حکومت غوښتنه منلې او دوی به احتجاج او لاريون نه کوي.


په خبري کانفرنس کې د وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز مشر نصرالله بلوڅ وويل، چې په تېرو دوو اوونيو کې 11 بې درکه بلوڅان خپلو کورونو ته را ستانه شوي دي. نصرالله بلوڅ وويل د وزیراعلی غوښتنه يې منلې او هغه ورته دا باور ورکړی چې ورک کسان به پیدا کوي.


نصرالله بلوڅ زياته کړه چې د دوی اولنۍ غوښتنه دا ده چې ورک خلک دې و موندل شي، که چېرې پر هغو خلکو د کوم جرم تور دی عدالت ته دي وړاندې کړل شي او سزا دې ورکړل شي.

د خبري کانفرنس پر وخت د بلوچستان وزیراعلی جام کمال وويل، چې د ورکو بلوڅانو د کورنيو له درده خبر دی ځکه يې د پاکستان له وزيراعظم سره د ورکو بلوڅانو په اړه خبرې کړې دي.

هغه زياته کړه چې وزيراعظم ورته مثبت جواب ورکړی، ادارې او حکومت دواړه غواړي چې ورک خلک دې وموندل شي او دا مسئله د تل لپاره حل شي. ښاغلي کمال زياته کړه چې په راروان لنډ وخت کې به ښه نتيجه ورکړي او ډېر ژر به نور لادرکه کسان هم وموندل شي.


جام کمال وويل چې د لادرکه کسانو د کېمپ مشر ماما قدير او د لا درکو بلوڅانو د تنظيم مشر نصرالله بلوچ سره يې ناسته کړې او له هغو يې دا غوښتنه کړې چې د دوو مياشتو لپاره له احتجاجه لاس واخلي او په کوټه کې لګول شوې احتجاجي خېمه ختمه کړي. جام کمال وويل هغو ورسره منلي او احتجاج به نه کوي.


ماما قدير وويل دوی له تېرو لسو کالو احتجاجي کېمپ لګولی دی او احتجاجونه کوي، خو اوس يواځې د دوو مياشتو لپاره احتجاج نه کوي. ماما قدير وي.او.اې ډيوه ته وويل، چې د نورو کلونو په شان دا کال هم دوی په ژمي کې کراچۍ ته ځي.


ماما قدير په خپله يوه ځانګړې مرکه کې ډيوه ته وويل، چې خپلو کورونو ته را ستانه شوي کسان له تېرو څو کلونو لا درکه وو.


نوموړي وويل، د بلوچستان داخله وزير ضيا لانګو له دوی سره وعده کړې وه چې د لادرکو کسانو په موندلو کې به ورسره مرسته کوي. ماما قدير وايي ايالتي وزير ته يې د 110 ورکو کسانو ليسټ ورکړی، چې له هغو څخه په لومړي ځل 11 لادرکه کسان راستانه شوي.


د بلوچستان ايالت داخله وزير تېره مياشت د لادرکو کسانو لپاره لګول شوې خېمې ته د ورتګ پر موقع له رسنيو سره په خبرو کې وويل:

"څوک چې د پاکستان اساسي قانون مني د هغو د موندلو لپاره به عملي ګامونه اخلو، د ورکو کسانو تعداد يقيني نه دی چې څو دی، خو د ورکو خلکو په لسټ کې د ځينې داسې کسانو نومونه هم شامل دي چې د ايران او افغانستان له خاورې د پاکستان خلاف کار کوي"


خو د لا درکو بلوڅانو د تنظيم مشران د حکومت دا تور ردوي او وایي چې بې درکه بلوڅ ځوانان په هیڅ ډول وسلوال فعالیت کې لاس نه لري.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG