لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د امريکايي استازي او طالبانو ترمنځ د خبرو کولو هڅه کوي


پاکستان هڅه کوي چې د افغان سولې دپاره د امریکا د ځانګړي استازي او طالبانو ترمنځ په اسلام اباد کې ليدنه وکړي، او د افغان سولې د خبرو بهير مخ په وړاندې لاړ شي.

د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه پاکستان د طالبانو مشرتابه ته پېغام لېږلی چې روانه اوونۍ په اسلام اباد کې دا ليدنه وشي.

ژورنالسټ او څيړونکی اسماعيل خان د سرچينو د قوله د ليدنې هيله څرګنده کړې او زياته کړې يې ده ٖپه دې موخه د زلمي خليلزاد اسلام اباد سفر هم ځنډول شوی ؤ چې طالبان په خپل مينځ کې په دغه اړوند مشوره وکړي.

دوه ورځې وړاندې پاکستانۍ ميډيا داسې خبرونه خپاره کړي چې زلمی خليلزاد د اسلام اباد سفر کوي خو خليلزاد بيا د اسلام اباد سفر نه ؤ کړی.

د يادې ليدنې په اړوند د پاکستان حکومت يا د بهرنيو چارو وزارت په رسمي ډول څه نه دي ویلي او طالبانو هم کوم خبر نه دی ورکړی.

پاکستان دغه هڅې په داسې حال کې کوي چې په وروستيو کې په افغانستان کې د سولې رامنځته کولو دپاره په سیمه يیزه کچه د اجماع دپاره د افغان صدر اشرف غني ځانګړي استازي عمر داودزي د پاکستان سفر کړی دی.

ښاغلي داودزي په خپل سفر کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي، د قومي وطن پارټۍ د مشر افتاب احمد خان شېرپاؤ او د جماعت اسلامي ګوند د مشر سراج الحق سره هم ليدلي ؤ.

په عېن حال کې چې د افغانستان د سولې په اړوند په پاکستان کې د افغان استازو د چارواکو او سياسي مشرانو سره ليدنې شوي د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ ځانګړی استازی زلمی خليلزاد هم د سيمې د هېوادونو په سفر دی.

عمر داودزی د اسلام اباد په مهال ويلي ؤ، یو وخت وو چې د افغانستان په اړه د پاکستان د پوځ او حکومت په تګلارو کې فرق و خو اوس دواړه ادارې په یوه پاڼه دي.

داودزي سږني ۲۰۱۹م کال ته د افغانستان د سولې کال ویلي ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG