لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیمې او نړۍ مهم خبرونه


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او امریکايي سناتور لېنډزي ګراهام
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او امریکايي سناتور لېنډزي ګراهام

واشنګټن: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په انقره کې د جمعې په ورځ له امریکايي سناتور لېنزي ګراهام سره وکتل تر څو د سوریې په مسله کې کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیز فشار راکم کړي.

د سوریې په شمال ختیځه پوله باندې ترکي ځواکونه لا هم هماغسې زیات دېره دي او داسې وېره ده چې د کردي ملیشو پرضد به چې د داعش په وړاندې جګړه کې د امریکا متحدین پاتې شوي، پوځي عملیات پیل کړي.

انقره دغه کردي ملیشې د ترکیې له توندلارو سره تړلي ګڼي.

د سوریې په مسله کې له امریکا سره د شته اختلاف له امله اردوغان ددې میاشتې په سر کې د امریکا د ملي امنیت له سلاکار سره هم و نه لیدل.

ګراهام نه یواځې له اردوغان بلکه د ترکیې د دفاع او بهرنیو چارو له وزیرانو او د دغه هېواد د استخباراتو له مشر سره هم وکتل.

-----------------------

د امریکا د کانګرس مشرې نېنسي پیلوسي د جمعې په ورځ افغانستان ته په تجارتي الوتکه کې خپل سفر وروسته له هاغې وځنډاوه، کله چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د هغې د سفري پلانونو په اړه اعلان وکړ.

د نېنسې دفتر وړاندې لیکي، چې د بهرنیو چارو د وزارت د ارزونو له مخې له دې اعلان سره د هغې د سفر په وړاندې په سیمه کې امنیتي ګواښونه زیات شوي دي.

د پیلوسي دفتر په یو خپور کړي بیان کې دا هم ویلي دي، چې د ټرمپ ادارې د دې سفري پلانونو په اړه نور معلومات هم خپاره کړي دي.

خبر زیاتوي، ټرمپ افغانستان او برسلز ته د زیارت یا پنجشنبې ناوخته د پیلوسي او په کانګرس کې د ډیموکراټ وکیلانو د سفر لپاره د پوځي الوتکې کارول هم منع کړي دي.

دا د ټرمپ او د ډیموکراټ وکیلانو ترمنځ د حکومت د جزوي تړل کېدو له امله د ترخو سیاسي جګړو په پایله کې شوي دي.

د امریکا په تاریخ کې د حکومت د جزوي تړل کېدو دا ټر ټولو اوږده دوره ده چې نن یې ۲۸ ورځ ده.

--------------------------

داعش ډله وايي، دوی به د سوریې په شمالي ښار منبېج کې د امریکا او د امریکا پلوو ځواکونو پرضد خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

داعش په یادې سیمه کې د یو وروستي ځان وژونکي برید په ترڅ کې څلور امریکایان او پنځه ایتلافي سرتیري وژلي دي.

دغه ادعا د نبا په نامه د داعش د یوې انټرنیټي پاڼې لخوا شوې وه او امریکايي چارواکي وايي ددغې ډلې استخباراتي شبکې تر هغو زیاتې ژورې او فعالې دي چې دوی یې ګومان کاوه.

د داعش په یادې خبري پاڼه کې راغلي دي، چې د دوی بریدونه به تر هغو پورې دوام وکړي تر څو په منبیج کې شرعي حکومت بیرته نه وي راغلی.

------------------

سپنې ماڼۍ اعلان وکړ، چې د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د شمالي کوریا د رهبر کېم جان اون ترمنځ دوهمه سرمشریزه به د فیبرورۍ د میاشتې په وروستیو کې ترسره شي.

ددغې سرمشریزې د ځای په اړه به وروسته معلومات روښانه شي.

دغه اعلان وروسته له هاغې وشو کله چې ټرمپ د شمالي کوریا له یو جګ پوړي استازي کېم یانګ چول سره چې د رهبر کېم د ښي لاس سړی ګڼل کېږي د جمعې په ورځ ولیدل.

سپینه ماڼۍ وايي، دغه لیدنې ۹۰ دقیقې دوام وکړ او د سپینې ماڼۍ د رسنیو مشرې سېړا سېنډرز خبریالانو ته وویل، چې د ټرمپ اداره په دغه برخه کې نور پرمختګ هم وکړ.

--------------------

ډیموکراټ وکیلان وايي، دوی به په دې اړه پلټنې وکړي، چې ایا ولسمشر ډانلډ ټرمپ خو به خپل څارنوال ته په ماسکو کې د ټرمپ ټاور په اړه په کانګرس کې د دروغو ویلو لارښونه نه وي کړي.

د سپنې ماڼۍ د استخباراتي کمېټې مشر اډم شېف د جمعې په ورځ وویل، دغه تورونه تر ټولو وروستي او تازه دي او مونږ به ددغه راپور د کره والي لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلو.

د Buzzfeed په نامه د خبري ویبپاڼې یو خپور شوي رپوټ کې هغو دوو مامورینو چې ددغه پلټنو مسؤلیت لري ادعا کړې ده چې ښاغلي ټرمپ خپل شخصي مدافع وکیل ته ویلي وو چې په مسکو کې د "ټرمپ ټاور" د جوړولو د پروگرام په هکله درواغ ووایي.

د ټرمپ وکیل روډي جیولیاني د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل، د هرې سرچینې له خوا که ویل شوي وي چې ټرمپ، مایکل کوهن ته د دروغو ویلو مشوره ورکړې یو بې بنسټه خبره ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG