واشنګټن ـــ د تېر کال په جون میاشت کې چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د کوریا هېواد مشر کیم جونګ اون په سینګاپور کې سره ولیدل، تر هغه وروسته د شمالي کوریا د ایټمي وسلو د پاکولو په اړه خبرې پر ځای ولاړې وې، خو تېره ورځ دغه خبرې هغه وخت بیرته روانې شوې، چې د دې هېواد یوه لوړپوړي پلاوي واشنګټن ته سفر وکړ.
د شمالي کوریا د واکمن کمیونسټ ګوند مرستیال مشر او د کیم جونګ نیژدې ملګري کیم یونګ چول د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ټرمپ سره د یوه نیمې ګنټې ملاقات وکړ او راتلونکې سرمشریزې په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
د دوی تر لیدنې وروسته د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سینډرز خبریالانو ته وویل، چې د ولسمشر ټرمپ او کیم جونګ اون تر منځ دویمه سرمشریزه به د فبرورۍ په میاشت کې وي، خو وایي د ځای اعلان به یې وروسته کوي.
ولسمشر ټرمپ د شنبې- خالي په ورځ ډاډ څرګند کړ او ویې وویل چې د شمالي کوریا د بې وسلې کولو هڅې سمې روانې دي. ولسمشر ټرمپ وایي د جمعې په ورځ یې د شمالي کوریا د ایټمي پروګرام له استازي کیم یونګ چول سره اوږده ناسته ګټوره وه، چې پکې له کیم جونګ اون سره د دویمې سرمشرې پرېکړه وشوه.
"موږ پر دې موافقه وکړه چې سره ووینو شاید دا ملاقات مو د فبرورۍ په پای کې وي. موږ د ناستې لپاره هېواد هم ټاکلی دی خو په راتلونکو ورځو کې به یې اعلان کړو. کیم جونګ اون چې څنګه په دې برخه کې د پرمختګ لېواله ښکاري زه هم ورته لېواله یم".
امریکایي رسنیو د ځینو سرچینو له قوله ویلي، چې کېدای شي د امریکا او شمالي کوریا دویمه سرمشریزه به د ویتنام په (دننګ) ښار کې وشي، خو شمالي کوریا هم تر اوسه د ځای په اړه څه نه دي ویلي.
د سپینې ماڼۍ ویانده سارا سینډرز وایي، له شمالي کوریا سره یې پر بېلابېلو موضوعاتو د خبرو لړۍ دوام لري او تر دویمې سرمشریزې پورې به پر دې هېواد لګېدلي بندیزونه پر ځای پاته وي:
"امریکا به پر شمالي کوریا خپل فشار او بندیزونو ته تر هغه وخته دوام ورکوي چې د دې هېواد د ایټمي وسلو پروګرام په بشپړه توګه بند شوی ونه وینو، خو دا باید ووایو چې د امریکایي بندیانو د خوشي کولو او ځینو نورو معاملو په برخه کې مو د شمالي کوریا ښه چلند لیدلی دی".
امریکې ته د شمالي کوریا راغلي مشر کیم یونګ چول د جمعې په ورځ د امریکې د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي مایک پمپېو سره هم ولیدل. د دوی د خبرو مقصد هم د ایټمي پروګرام په اړه د خبرو اترو بیا پیلول وو، چې له څو میاشتو ځنډېدلې وې. امریکایي چارواکي د دغو خبرو ځنډ د پیانګیانګ هغه انکار ګڼي، چې وایي د خپلو ایټمي وسلو او میزایل د پروګرام د تم کولو په برخه کې یې د واشنګټن غوښتنې ونه منلې.
که څه هم امریکا له شمالي کوریا سره د اېټمي پروګرام پر سر د شخړې د هواري په برخه کې دویمې سرمشریزې ته خوشبین ښکاري، خو ځینې کارپوهان شک څرګندوي او وایي داسې نه ښکاري چې د دویمې سرمشریزې لپاره دې د دواړو هېوادونو تر منځ په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی وي.
څېړونکي وایي که څه هم ولسمشر ټرمپ په وار وار د شمالي کوریا له مشرانو سره تر خبرو وروسته د هغوی د ایټمي پروګرام د ختمولو په اړه ډاډ څرګند کړی، خو وایي پیانګیانګ د ولسمشر ټرمپ او کیم جونګ اون تر لومړۍ سرمشریزې وروسته په دې برخه کې خاص ګامونه نه دي اخیستي.
د ملګرو ملتونو عمومي سیکرتر انتونیو ګوتیرس امریکا او شمالي کوریا دواړه ستایلي او ویلي یې دي چې د شخړو د هواري لپاره باید خپلو خبرو ته دوام ورکړي. ښاغلي ګوتیرس تېره ورځ خبریالانو ته وویل:
"موږ په دې باور یو چې د امریکې او شمالي کوریا تر منځ د پیل شویو خبرو دا وخت ډېر مهم دی او موږ هیله من چې دا خبرې به د کوریایي ټاپوزمې د ایټمي پروګرام د ختمېدو لپاره په سنجیده توګه یوه کوټلې تګلاره جوړه کړي".
کیم جونګ اون د نوي کال په اړه پخپله وینا کې له امریکې سره د خبرو پر نه پرمختګ او پر خپل هېواد د امریکایي بندیزونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه، خو ورسره یې دا هم ویلي وو چې له ولسمشر ټرمپ سره دویم ځل لیدو ته لېواله دی.