د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزير وايي، د پښتنو سره ډېر ظلمونه شوي، د خېسور د پېښې په يادګېرنه کولو سره هغه وويل دوي په ډېرو خبرو غلي پاتې شوي خو نور به دوي په يوه خبره هم خاموشه پاتې نه شي.
په کراچۍ کې د نقيب مسيد د لومړي تلين په تړاؤ د پي ټي اېم اولسي غونډې نن د اتوار، يکشنبې په ورځ په سهراب ګوټ سيمه کې ترسره شوه.
غونډې ته په وېنا کې علي وزير وويل، کراچۍ ته پښتانه د مجبورۍ نه راغلي ترهګرۍ له نه دي راغلي پښتانه په خپل وطن کې مجبور شو دلته په مزدورو پسې راغلي دي خو پښتانه دلته هم د نورو سيمو په شان زورول شوي دي.
هغه وويل په کراچۍ کې پښتانه اوس يو قوت جوړ شوی او د پي ټي اېم نه وروسته اوس دلته پښتانه محفوظ شوي دي.
نوموړي د شمالي وزيرستان د خېسور د پېښې يادګېرنه وکړه چې دوي تراوسه پورې ډېرې خبرې نه دي ښکاره کړي خو نور به غلي پاتې نه شي.
تېره ورځ د يو ماشوم حيات خان چې د شمالي وزيرستان د خېسور سره تعلق لري، ويډيو خپره شوې او دغه تنکی ماشوم پکې وايي پلار او ورور يې پوځيانو نيولی او اوس پوځيان د هغو کور ته بې د اجازته ننوځي د کور ستر پرده يې ورله ماته کړې ده.
وزير وویل دوي به نور د پښتنو سپکاوی ونه زغمي او د ظلم پرضد به مبازره دوامداره ساتي، هغه وويل په وزيرستان کې انګرېزانو هم دغه ډول عملونه کړي خو چې پښتانه راپاسېدل انګرېزان يې وشړل .
هغه زياته پښتانه په عزت سر ورکړی دی او نور دوي بې عزتي په خپل وطن کې نه غواړي.
د جلسې په ګډون والو نوموړي غږ وکړو چې نور به يو کېدل وي او د ظلم پرضد به ورته يو ځای غږ پورته کول وي ځکه چې د پښتنو د مبارزې او يو والي وخت دی.
غونډې ته وېنا کوونکو وويل پښتانه نور دې ته نه دي تيار په سيمه يې ترهګري وشي او په دوي ظلمونه وشي، دوي وويل د پښتنو سره د شوي هر زياتي پښتنه به کوي.
د پي ټي اېم د کراچۍ جلسې ته د پي ټي اېم د نورو جلسو په څېر په ګڼ شمېر کې د بې درکه کسانو خپل خپلوان هم راغلي وو.
يادې غونډې ته د خېبرپښتونخوا، قبايلي ضلعو او بلوچستان د بېلابيلو برخو څخه هم په ګڼ شمېر کې خلک راغلي وو.
په کراچۍ کې تېر کال هم د پي ټي اېم جلسه شوې او د تېر کال راهسې د پي ټي اېم د ځايي مشرانو په وېنا په کراچۍ کې د دوي پرضد څلور مقدمې درج شوې او اوس وايي درې کسان يې بندي دي.
خو د کراچۍ د ګلشن معمار پوليس چارواکي وايي د پي ټي اېم غړو د رياست پاکستان او ادارو پرضد نعرې وهلې ځکه يې پرې مقدمه درج کړې ده.
د پي ټي اېم د ځايي مشرانو په وېنا د ننۍ جلسې دپاره دوي ته رسمي اجازت نامه ورکړی شوې وه او د دوي د جلسې په مهال پوليس او رېنجرز هم موجود ؤ، او د هغوي وېنا وه د جلسې د ساتنې دپاره راغلي دي.