لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د سکرو په کان کې شپږ افغان خواريکښ مړه شوي


د بلوچستان صوبې په دوکۍ ضلع کې د سکرو په یو کان کې د زهرجن ګېس له امله چاؤدنې شپږ خواري کښ وژلي او ۱۹ نور بې هوشه کړي دي.

د دوکۍ د پوليسو تهاڼه دار ابرار حسين وي او اې ډيوه ته وويل چې" د ګل، دوشنبې په سهار د سکرو په کان کې د ګاز د کميايي عمل په نتيجه کي چاودنه شوې چي له کبله يې د سکرو کان نړيد لی دی ".

هغه زياته کړه چي په کان کي څلور خواريکښو کار کاوه چي دا پيښه رامنځ ته شوه ، اوهغه کار کونکي هم هلته بند پاته شوي وو.

د هغو څلورو خواريکښو جسدونه يې 17 ساعته ورستو راويستل شوي دي.

تهانيدار وويل چي په کان کې د لاندې شووخواريکښو د رايستلو لپاره دوه خواريکښ کان ته د ښکته کېدو پروخت د اکسيجن ګيس د نيشت والي له کبله مړه شوي دي.

هغه وويل چې د مرستو په وخت ۱۹نور خواريکښ بې هوشه شوي چي له درملنې ورستو يې له روغتون څخه رخصت ورکړ.

د يوه خواريکښ رحيم الدين په وينا " په کان کې تر خاورو او سکرو لاندې شوو خواريکښو د را ايستلو لپاره ورسره د حکومت له خوا مرسته نه ده شوي ،او نه ورته څوک زمه وار خلک پر وخت رسيدلي دي".

هغه وويل که چيري د حکومت لخوا ورسره پر وخت مرستې شوې وايي ښايي دوه ملګري يې د مرګه بچ شوي وی.

خو د پوليسو په وينا د پېښې نه په خبريدو سره سم موقعې ته رسيدلي او هلته د ايف سي ځوانانو هم د خواريکښو د جسدونو په رايستلو کې مرستې کړې دي.

د ځاي خبريال الله نور ناصر په وينا چي په پيښه کې وژل شوي او بې هوشه شوي ټول خواريکښ د افغانستان دي ، هغه وويل په ياده پيښه کي دوه سکه وروړنه او د هغويو ماما هم مړه شوی دی.

د مړو جسدونه يې خپل وطن ته روان کړي دي.

د خواريکښو د اتحادي د رپورټ لمخه په کال۲۰۱۸ کې يوازي په ضلع دوکۍ کې ۲۶ دغه ډول پيښې رامنځ ته شوې چي پکې لسګونه خواريکښو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

درپورټ لمخه په روان کال ۲۰۱۹ کې تر اوسه پورې تر۱۵ زيات خواريکښو د ضلع دوکۍ د سکرو په کانونو کې د پيښو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG