لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راشدخان د ايي سي سي د کال ۲۰۱۸م د يو ورځنيو لوبو په غوره لوبډله کې راغلی


د افغانستان ستوري ليګ سپېنر بالر راشد خان په کال ۲۰۱۸م کې غوره لوبه کړې او په خپله غوره لوبه يې د کرکټ د نړیوالې شورا (ايي سي سي) د کال په لوبډله کې ځای جوړ کړی دی.

نوموړي په کال ۲۰۱۸م کې د یو ورځنیو لوبو مخکښ ویکټ اخیستونکی ؤ چې په ترڅ کې یې د ۱۴،۴۵ په اوسط ۴۸ ویکټې اخیستي دي.

د ايي سي سي ترمخه راشد خان د ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته د افغانستان د لارموندنې پر مهال هم غوره رول لوبولی و او ډېرې مهمې ویکټې یې اخیستې وې.

د کرکټ نړیوالې شورا د يو ورځنۍ لوبډلې په اعلان شوې لوبډله کې څلور، څلور لوبغاړي د انګلېنډ او هند دي.

او پاتې درې نور لوبغاړي د افغانستان، بنګله دېش او نیوزيلېنډ څخه ټاکل شوي دي.

د پاکستان يو لوبغاړی هم په لوبډله کې نه دی اخيستل شوی.

راشد خان دا وخت د ايي سي سي د يو ورځنيو لوبو په نړيواله درجه بندۍ کې په اول نمبر ال راؤنډر او په دوېم نمبر غوره بالر دی.

خان د شل اووريزو لوبو په درجه بندۍ کې په اول نمبر غوره بالر دی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG