لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عالمزېب مسید په پټ مخ په زولنو کې د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې شو


واشنګټن ــــ په پاکستان کې د جبري بې درکه خلکو لپاره مبارزه کوونکی د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی عالمزېب مسید تېره ورځ امنیتي ادارو په کراچۍ ښار کې نیولی او څلرویشت ګنټې یې په ناڅرګند ځای کې ساتلی وو، خو نن یې یوه ځایي عدالت ته وړاندې کړ.

د ډیوه رېډیو د خبریال وایي، عالمزېب مسید نن د نهې- سه شنبې په ورځ د کراچۍ په هایکورټ کې د ترهګرۍ ضد څانګې قاضي ته وړاندې شو، چې وایي هغه د څلورو ورځو په جسماني ریمانډ پولیسو ته سپارلی دی.

د عالمزېب مسید د نیول کېدو په ضد نن د پښتونخوا په مرکز پېښور او سوات کې هم احتجاجي مظاهرې شوې دي. احتجاج کوونکو په لاسونو کې شعارپاڼې را اخیستې وې او د عالمزېب مسید د خوشي کېدو غوښتنې یې ورباندې لیکلې وې.

پر ټولنیزو رسنیو په خپاره شویو عکسونو کې لیدل کېږي چې پولیسو هغه په زولنو کې په پټ مخ عدالت ته روان کړی دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو پر دې سخت غبرګون څرګند کړی او ویلي یې دي چې د نقیب مسید په وژنه تورن پولیس افسر بې زولنو او په ښکاره مخ عدالت ته وړاندې کېږي خو د هغه لپاره انصاف غوښتونکی په زولنو کې په پټه مخ راوستل کېږي. د سلیم په نامه یو تن پر ټویټر لیکلي:

"عالمزېب مسید عدالت ته لاس تړلی او په پټ مخ راوستل شو. هغه نه ترهګر دی نه یې څه جرم کړی بلکې د بشري حقونو یو پښتون فعال دی چې د خپلو خلکو لپاره په ډاګه د آییني حقونو غوښتنه کوي".

عالمزېب مسید د ګل- دوشنبې په ورځ د کراچۍ په کلفټن سیمه کې له ملګرو سره په موټر کې روان وو، چې پولیسو او په ساده جامو کې امنیتي کسانو یې مخه ونیوله او د وسلو په زور یې له ځانه سره بووت. د غورځنګ پلویانو د پولیسو له قوله ویلي وو، چې هغه د ملیر چاوڼۍ په تاڼه کې بندي کړل شوی وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ سلګونو پلویانو د عالمزېب مسید د نیول کېدو په ضد احتجاج وکړ او د کراچۍ د مبینه ټاون پولیس تاڼې مخې ته یې د شپې تر ناوخته پرلت وکړ، خو وروسته د سیند د زندانونو صوبایي وزیر ناصر شاه احتجاج کوونکو ته ورغی او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې نه یواځې به عالمزېب عدالت ته وړاندې کېږي بلکې د پیپلز ګوند حکومت به دوی ته وکیل هم ورکوي، تر هغه وروسته د غورځنګ پلویانو احتجاج پای ته رسولی وو.

د بخښنې نړیوال سازمان اېمنیسټي انټرنېشنل هم پرون په یوه بیان کې د عالمزېب مسید نیول کېدل غندلي وو او له پاکستاني چارواکو یې غوښتنه کړې وه، چې سمدستي دې د هغه ځای وښیي چې په کوم ځای کې یې ساتلی دی او بیا دې یې یا عدالت ته وړاندې کړي یا دې یې خوشی کړي.

د سیند پولیسو د عالمزېب مسید د نیولو په اړه څه نه دي نیولي، خو د غورځنګ پلویان ګومان کوي چې کېدای شي هغه د هغه ایف آی آر په نتیجه کې نیول شوی وو، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مخکښ علي وزیر په ګډون د 16 تنو نومونه پکې راغلي دي. پولیسو په دې مقدمه کې تور پورې کړی چې د پي ټي ایم مشرانو د جنورۍ په 20مه په سوراب ګوټ سیمه کې پخپله ولسي غونډه کې د ریاستي ادارو په ضد ویناوې کړې وې.

اېمنیسټي انټرنېشنل پر ټویټر پخپل بیان کې ویلي چې پولیسو د نیولو په وخت عالمزېب مسید او د هغه ملګري وهلي هم وو. د بشري حقونو دغه نړیواله اداره غوښتنه کوي چې هر څوک باید د خپلو حقونو لپاره په ازادۍ د غونډې کولو حق ولري. عالمزېب مسید پر خپل فېسبوک اکاونټ هم د نیول کېدو په وخت لایو ویډیو جوړه کړې، چې پکې لیدل کېږي د امنیتي ادارو کسان هغه په زور له خپلو ملګرو بېلوي او خپل موټر ته یې خېژوي او بیا یې لایو ویډیو بندېږي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG