لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې کوي


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د اسلام اباد، پېښور، کوټه او کراچۍ په ګډون د ملک په بېلابيلو برخو کې احتجاجي مظاهرې کوي.

د پي ټې اېم مشر منظور پشتين په کراچۍ کې د عالمزېب د نيولو او د کراچۍ د جلسې دپاره د اسپيکر انتظام (ساؤنډ سسټم) برابرؤنکو د نيولو او د خېسور د پېښې پرضد د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی دی.

هغه ويلي پرامنه احتجاجي جلوسونه به کولی شي.

پشتين ويلي په ټانک، ډي ايي خان، بنو، پېښور، مردان صوابۍ کوټه، چمن، کراچۍ او اسلام اباد کې به احتجاجي مظاهرې کولی شي او وختونه يې هم ټاکلي دي.

د اتوار، يکشنبې په ورځ په کراچۍ کې پي ټي اېم اولسي غونډه کړې او له هغې وروسته د ګل، دو شنبې په ورځ په کراچۍ کې د غورځنګ يو فعاله غړی عالمزېب محسود پوليسونيولی ؤ.

د پي ټي اېم پلويانو په هغه ورځ هم د عالمزېب د نيولو پرضد د کراچۍ په ګلشن اقبال ټاؤن کې د مبينه ټاؤن تاڼې مخې ته احتجاجي مظاهره کړې او د پيپلزپارټۍ د سيند حکومت د جېلونو د وزير ناصر حسېن په باور يې احتجاج ختم کړی ؤ.

عالمزېب پرون د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړی شوی او د څلورو ورځو دپاره پوليس ته په بدني ريمانډ ورسپارل شوی دی.

د بخښنې نړيوال سازمان (اېمنسټي انټرنېشنل) هم د عالمزېب محسود د پرېښودو ويلي ؤ.

د کراچۍ د پي ټي اېم د مشرانو په وېنا د دوي د جلسې دپاره د اسپيکر د انتظام برابرؤنکي کسان هم نيول شوي خو د پي ټي اېم د کراچۍ مشر نورالله ترين وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل هغه کسان يې تېره شپه پرېښودي دي.

په کراچۍ کې د جلسې وروسته په سهراب ګوټ تاڼه د پي ټي اېم د مشرانو نورالله ترين، محمدشېر محسود او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير په ګډون يې د ۱۶ کسانو پرضد مقدمه درج کړې ده.

خو د پي ټي اېم د کراچۍ د مشرانو په وېنا په کراچۍ ښار کې بل څوک نه دي ګرفتار شوي.

د شمالي وزيرستان د خېسور سيمې سره تعلق لرونکي حيات خان نومې ماشوم يوه ويډيوه خپره شوې چې پکې هغه تور لګولی کور ته يې پوځي سرتېري بې د اجازته راځي، او د کور ستر پرده يې ورله ماتې کړې ده.

د خېسور پېښه په قامي اسبملۍ کې هم راپورته کړی شوې او غوښتنه شوې چې د يادې پېښې دپاره دې د پلټنو پارليماني کميټي جوړه کړی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG