لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجونه: عالمزېب مسید دې خوشی شي او د خیسور پېښې پلټنه دې وشي


واشنګټن ـــــ د پښتون ژغورنې غورځنګ په نننیو احتجاجونو کې د دې تحریک د زرګونو پلویانو تر څنګ د جبري بې درکه بلوڅانو کورنیو، د بشري حقونو فعالانو او غیرپښتنو هم ګډون کړی دی، دوی غوښتنه کړې چې د بې درکه خلکو لپاره اواز اوچتوونکی عالمزېب مسید دې ژر تر ژره خوشی شي او د شمالي وزیرستان د خیسور پېښې پلټنه دې وشي.

د چارشنبې- شورو په ورځ د پاکستان په مرکز اسلام اباد، کراچۍ، لاهور، پېښور، بنو، ټانک، مردان، ډېره اسماعیل خان، کوټه، چمن، ږوب او نورو ښارونو کې شویو احتجاجونو کې د ځوانانو تر څنګ سپینږیرو، ښځو او ماشومانو هم ګډون کړی وو. دوی په لاسونو کې شعارپاڼې را اخیستې وې چې دغه نعرې ورباندې لیکل شوې وې:

"عالمزېب مسید خوشي کړئ، حیات [د خیسور کلي] ته انصاف ورکړئ، ریاستي ترهګري نه منو، د کورونو بې ستري نه منو".

د اسلام اباد په احتجاجي مظاهره کې پخواني سنېټر افراسیاب خټک، د بشري حقونو فعالې بشری ګوهر، د قومي اسمبلۍ غړو علي وزیر او محسن داوړ، د بشري حقونو د وزیرې شېرین مزاري لور ایمان مزاري او د پوهنتونونو لسګونو زده کوونکو ګډون کړی وو.

د عوامي ورکر ګوند یوې مشرې عصمت شاه جهان احتجاجي مظاهرې ته په وینا کې د خیسور پېښې ته په اشارې وویل، چې "پښتنې ښځې د غنیمت مال نه دی"، وایي که پاکستاني ریاست له پښتنو سره ظلم ته دوام ورکړ نو د بنګال غوندې پېښې ته دې تیار شي:

"تاسو چې څه په بنګال کې وکړل د هغه جواب درکړل شو، په افغانستان کې مو لس لکه ښځې کونډې کړې، د افغانستان د ښځو د ژوند د تباهۍ ذمه دار نېغ په نېغه د پاکستان ایسټېبلشمنټ دی، کوم څه چې دوی په بنګال او افغانستان کې وکړل دلته دې یې د کولو کوشش نه کوي".

د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د عالمزېب مسید نیول په کلکه وغندل او ویې ویل چې هغه ټول عمر د جبري بې درکه خلکو د موندلو لپاره مبارزه کړې ده، خو امنیتي ادارو هغه ونیو او عدالت ته یې هم د ترهګرو په بڼه په پټ مخ وړاندې کړ:

"پاکستان پخپله سرکاري پالیسي کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي، دا ریاستي پالیسي ده چې ترهګر ته به پروټوکول ورکول کېږي خو له امن غوښتونکي سره به داسې عمل کېږي څنګه چې له عالمزېب مسید سره وشو".

د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې فعالې ګلالۍ اسماعیل- چې نوم یې په اې سي ایل کې دی- هم د اسلام اباد په احتجاج کې ګډون کړی وو. ګلالۍ پخپله وینا کې وویل، د پاکستان ایف ای اې اداره یې پوښتنو ته ور غواړي او ورته وایي چې "تا ترهګرو ته پیسې ورکړې دي":

"ترهګر څوک دی؟ ترهګر پښتون دی که د دې ملک مسلحه ادارې دي؟ وژل پوځ کوي، بمبارۍ پوځ کوي، په اغواکاریو پیسو پوځ وګټلې، زموږ په ړنګو کورونو پیسې پوځ وګټلې، زموږ په بربادو سکولو کاروبار پوځ وکړ او ترهګر پښتون دی".

د اسلام اباد احتجاج ته د بشري حقونو د مرکزي وزیرې شېرین مزاري لور ایمان زینب مزاري هم لنډه وینا وکړه او د عالمزېب مسید نیول کېدل یې وغندل:

"عالمزېب مسید د ترهګرۍ په تور عدالت ته وړاندې کړل شو او د ترهګر غوندې په پټ مخ او زولنو کې عدالت ته راوستل شو، خو اصل ترهګر ازاد ګرځي، د دې اصل ترهګرو تر شا څوک دي؟ یہ جو دہشتگردی ہے"، خلکو جواب ورکړ "اس کے پیچھے وردی ہے".

هلته په کوټه کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ په احتجاج کې د سلګونو ځوانانو تر څنګ د ورکو بلوڅانو د کورنیو مېرمنو، ماشومانو او د ورکو بلوڅانو لپاره د ږغ پورته کوونکي سازمان مرستیال مشر ماما قدیر بلوڅ هم ګډون کړی دی. ماما قدیر وي.او.اې ډیوه ته وویل چې عالمزېب مسید باید سمدستي خوشي کړل شي:

"دا خو کار نه دی چې څوک د خپل حق لپاره خبرې کوي ته یې نیسې یا یې وژنې، دا خو حکومتي زیاتی دی. نقیب مسید هم د راو انوار غوندې ظالم شهید کړ، موږ یې غندنه کوو. له سیندیانو، پښتنو او بلوڅانو سره دا ظلم باید ختم شي".

بل لور ته د شاه جي ګل اپریدي په مشرۍ د حیات کورنۍ ته شمالي وزیرستان خیسور کلي ته یو قبایلي پلاوی تللی او د حیات له کورنۍ سره یې لیدلي دي. پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې ویډیو کې یو ځوان عیدالرحمن- چې د حیات خپل ګڼل کېږي- ورغلي پلاوي ته کیسه کوي چې "پاکستاني پوځیانو هلته د حیات په ګډون د ډېرو کورونو بې عزتۍ کړې دي":

"له ډېرو پښتنو میندو سره داسې شوي دي خو چا ږغ نه دی کړی نن یواځې حیات ږغ وکړ، داسې نورې ډېرې ویډیو زما په موبایل کې شته، زه ریاست ته واضح وایم، دلته بچي ناست دي د دوی له خویندو میندو سره چې څه شوي دي زه یې بیانولای نه شم"

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وایي که عالمزېب مسید ژر تر ژره خوشی نه شي او د حیات د پېښې پلټنه ونه شي، نو دوی به یو ځل بیا دوامدارو احتجاجونو او پرلتونو ته دوام ورکړي. د حیات کورنۍ هم ورغلي پلاوي ته وویل که له دوی سره انصاف ونه شو نو په اسلام اباد کې به پرلت پیل کړي.

د پاکستاني پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي وو، چې حکومت باید د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرانو سره خبرې وکړي، خو د عالمزېب مسید د نیولو او د خیسو د پېښې په اړه تر اوسه نه حکومت او نه هم پوځ څه ویلي دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG